وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

د حکومت او حزب اسلامی ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شو

n00085109-b
د افغان حکومت د استازو او د اسلامی حزب د مرکچی پلاوی د استازو تر منځ د سولې موافقه لیک  لاسلیک شو. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه تړون نن په کابل کې د سولې عالی شورا په دفتر کې د دواړ خوا تر منځ لاسلیک شو، چې د سولې عالی شورا، او یو شمېر نور ګڼ لوړ پوړو چارواکو، د ولسی جرګې غړو او د اسلامی حزب پلویانو په کې برخه اخیستې وه. د افغان حکومت له لوری دغه تړون د ملی امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر او د اسلامی حزب له خوا د مرکچی پلاوړی د مشر محمد امین کریم او د سولې د عالی شورا د مشر پیر سید احمد ګیلانی له خوا لاسلیک شو. د تړون له لاسلیک وروستته د سولې عالې شورا د مرسیتالې حبیبه سرابی له خوا ګډه اعلامیه ولوستل شوه،
چې په یوه ماده کې یې راغلی و، چې دغه توافق لیک به د ولسمشر غنی د اسلامی حزب د مشر ګلبدین حکمتیار تر لاسلیک وروسته نافذه شی. تر دې وروسته د سولې عالی شورا مشر پیر سید احمد ګیلانی په خپلو خبرو کې د اسلامی حزب له مشر حکمتیار څخه مننه وکړه، چې له جګړې یې لاس واخیست او د سولې لار یې خپله کړه. نوموړی ولس ته د دغه بریا د مبارکۍ تر څنګ له ټولو وسله والو ډلو وغوښتل، چې له جګړې لاس په سر او د سولې او مذاکراتو لار خپل کړی. د سولې عالی شورا مشر وویل دی ډاډ دی، چې دغه تړون به په افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات پیلامه وی. دغه راز د اسلامی حزب د مرکچی پلاوی مشر محمد کریم امین په خپلو خبرو کې وویل، خوښ دی، چې د حکومت او اسلامی حزب تر منځ د سولې تړون لاسلیک شو.

Comments are closed.