وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

په امنیتی ادارو کې اصلاحاتو ته اړتیا ده

ولسمشر محمد اشرف غنی په کابل کې د مشرانو جرګې د مرستیال محمد عالم ایزدیار د زوی د جنازې په مراسمو کې له درو پر له پسې چاودنو وروسته د ترهګرو په وړاندې د افغانانو د ملی یووالی پر ضرورت ټینګار وکړ.
ښاغلی غنی وویل«وحشی او خونړی ترهګر هره ورځ یو نوی مصیبت او ناورین رامنځته کوی څو زموږ د ملت روحیه ماته کړی. هغوی غواړی چې زموږ په منځ کې ګډوډی، درز، تفرقه، بې اعتمادی او وېش راولی. دوی غواړی چې د ملت او دولت، قومونو، د لویانو او ځوانانو، د ښځو او نارینه وو، د سیاسی فعالانو او ټولنیز جوړښت ترمنځ واټن ایجاد کړی او زموږ ټولنه پکې ډوبه کړی. لویه بلوا د تروریستی ډلو د فعالیت راز دی. د حکومتولۍ او دولتولۍ له نظمه د ټولنو خالی کول د دوی ستراتیژیک هدف دی څو هغه ورانۍ چې په پام کې یې دی اوج ته ورسوی.»
ولسمشر غنی همداراز وویل)د دښمن هدفونه او د هغو وخت ټاکل شوی دی. دوی یوازې زموږ د بې دفاع او بېګناه خلکو د وژلو په لټه کې نه دی، بلکې د دوی لوړ هدف د عمومی بلوا او بغاوت رامنځته کول دی؛ هماغسی بلوا چې په لیبیا، یمن، سومالیا، سوریه او نورو سیمو کې روانه ده. د دوی ستراتیژی همدا ده.(
په تېرو ورځو کې په کابل کې درې سترې پېښې وشوې. د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په زنبق څلور لارې کې انتحاری موټر بم شاوخوا ۱۰۰ تنه شهیدان او ۴ سوه نور ژوبل کړل. د جمعې په ورځ د چهارشنبې د ورځې د وحشیانه حملې په اعتراض کې په مظاهره کې د ډزو او ګډوډیو په نتیجه کې په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او بیا د جنازې په مراسمو کې درو انتحاری حملو لږترلږه ۱۱۹ تنه ټپیان کړی او نژدې ۱۰ تنه شهیدان کړی دی. د شهیدانو دقیق شمېر لا هم څرګند نه دی.
۲

Comments are closed.