وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

افغانستان، ملګرو ملتونو ته له پاکستان څخه شکایت کړی دی

راپورونه وایی، افغانستان د پاکستان د راکېتی بریدونو او بمباریو له امله ملګرو ملتونو ته شکایت کړی او هغوی ته یې په دې اړه یو لیک سپارلی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې امریکا غږ راډیو چې دغه لیک یې تر لاسه کړی ویلی، چې دغه لیک د اید میموری تر عنوان لاندې د ملګرو ملتونو په ادرس لیکل شوی دی.سرچینه وایی، اید میموری په نړیوالو اړیکو هغه متن ته ویل کېږی چې په غیر رسمی توګه د غړو هېوادونو د استازو په منځ کې د بحث لپاره ویشل کیږی داسې چې د لی ک اصلی مرجع د لیک منځپانګې ته ژمنه نه وی. د سرچینې په خبره دغه لیک چې د ملګرو ملتونو کوم لوړ پوړی مقام ته لیکل شوی، په کې راغلی، چې پاکستانی پوځیانو 
په تیرو دوو میاشتو کې د افغانستان ځکمنۍ پشپړتیا ته په نه پام د دغه هېواد په ختیځو ولایتونو توغندی ورولی او بمبارۍ یې کړی دی. په لیک راغلی)ښایې تاسې جلالتمآب د راپورونو له مخې خبر یاست چې له پاکستان سره د ډیورند د کرښې په اوږدو کې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې امنیتی حالات په خرابېدو دی). په لیک د ننګرهار ولایت د لعلپورې او ګوشتې او د کونړ ولایت د سرکاڼو او خاص کونړ ولسوالیو نومونه اخیستل شوی چې د لیک پر اساس د پاکستانی پوځیانو د بریدونو له امله زیانمنې شوې دی. د دغه لیک په حواله په یادو ولسوالیو کې د پاکستان د توغندی بریدونو په پایله کې ګڼو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، د استوګنې کورونه ویجاړ شوی او ډیر شمیر خلک د خپلو مېنو پرېښودو ته مجبوره شوی دی. په لیک کې د افغانستان د حکومت په استازیتوب د پاکستان د کړنو له امله ژوره اندېښنه ښودل شوې ده. همدارنګه په لیک کې تمه ښودل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د نړیوالو قوانینو په رڼا کې د پاکستان د بریدونو پر وړاندې مناسب ځواب ورکړ.
United Nations Nominates Next Secretary-General

Comments are closed.