وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

یوچینایی مسلمان د حج ادا کولو لپاره مکې مکرمې ته په بایسکل تللی

یو چینایی مسلمان توانېدلی چې د چین له سینګیانګ ایالت څخه مکې مکرمې ته زرګونه کلومتره مزل په بایسکل را لنډ کړی.
نوموړی دومره ډېر مزل د دې لپاره کړی چې سږ کال د حج فریضه ادا کړی. نوموړی مسلمان چې محمد ماباوچین نومېږی اراده لرله چې د چین له سینګیانګ څخه پاکستان ته ولاړ شی او له هغه ځایه بیا د افغانستان له لارې ایران، عراق او بیا سعودی عربستان ته ورسېږی؛ خو دا چې په اسلام آباد کې د سعودی عربستان سفارت ویزه ورنه کړه؛ نو اړ شو چې د الوتکې له لارې بحرین ته ولاړ شی، هلته یې د سعودی عربستان ویزه تر لاسه کړه او بیا له بحرین څخه د ملک فهد د مشهور پول له لارې د سعودی عربستان خاوری ته داخل شو، دمام، ریاض او بالاخره یې ځان طائف ته ورساوه.
نوموړی د خپل سفر نژدې 8150 کیلو متره مزل په بایسکل تر سره کړی او په درې میاشتو کې یې د (وادی محرم) میقات له لارې  حرم ته ځان رسولی.
د دې سفر په لړ کې د سعودی عربستان په بېلابېلو سیمو کې سعودی ځوانانو پر بایسکلونو د نوموړی تود هرکلی کړی او تر حرمه یې بدرګه کړی دی.
د یادونې وړ ده چې چینایی مسلمانان له ډېرو کلونو راهیسې د حج د ادا کولو اجازه نه درلودله، خو د نړۍ د مسلمانانو د فشار له امله د چین حکومت اړ شو چې د سینګیانګ مسلمانانو ته د حج د ادا کولو اجازه ورکړی؛ خو دا اجازه محدوده ده او هر چینایی مسلمان کولای شی په ژوند کې یوازې یو ځل حج وکړی، له همدې امله چې کله چینایی مسلمانان له حرم څخه را رخصتېږی په چیغو چیغو ژاړی ځکه چې دا یې د الله کور ته لومړی او وروستنی راتګ وی.

23ec8672377d7cdb6e2771498955243b

Comments are closed.