وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

جنرال نیکولسن: له افغانستانه د باندې به پر طالبانو فشارونه زیات کړو

د بهرنیو ځواکونو عمومی قوماندان جنرال جان نېکولسن وایی، د افغانستان په خاوره کې د ننه پر وسله والو طالبانو د فشار راوړل تر څنګ به د دغه هېواد د باندې هم د هغوی پر مرکزونو او پټنځایونو فشارونه زیات کړی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې جنرال نېکولسن له رسنیو سره په مرکه کې ویلی، تر هغو به پر طالبان فشار زیات کړی تر څو یې د سولې خبرو ته غاړه نه ده ایښې.
نوموړی زیاته کړې، د دې ترڅنګ به د افغانستان له ګاونډیو سره د ډیپلوماټیکو خبرو اترو له لارې هم چې په وینا یې د سولې خبرو ته زمینه برابرولی شی، فشارونه زیات کړی تر څو د افغانستان خلکو ته د سولې زمینه برابره شی.
هغه په دې اړه چې ایا دوی به په پاکستان کې د وسله والو پر وړاندې عملیات وکړی که نه، ویلی، چې په دې اړه د واشنګټن او اسلام اباد تر منځ د بندو دروازو تر شا خبرې شوې دی. خو په وینا یې د طالبانو پر وړاندې به جګړه چټکه شی، افغان ځواکونه به پیاوړی او تجهیز شی او په دې توګه به طالبان د خبرو اترو مېز ته حاضر شی. جنرال جان نیکلسن دا هم ویلی چې نوې تګلاره به له افغان حکومت سره د خپل حاکمیت د پراخولو په کار کې ډیره مرسته وکړی.
نیکلسن په افغانستان کې د داعش ډلې حضور ته په اشارې ویلی چې دغه ډله به په نېږدې راتلونکې کې له منځه یوړل شی.
دغه رازه هغه زیاته کړې، چې ځواکونه به یې د مهال ویش پر اساس نه بلکې حالاتو ته په پام به افغانستان کې خپل ماموریت سرته ورسوی.
n00097451-b

Comments are closed.