وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

د ناټو عمومی قوماندان په افغانستان کې له مخدرو موادو سره جنګ اعلان کړ

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومی قوماندان ډګر جنرال جان نیکلسن د مخدرو موادو پر ضد د جګړې اعلان وکړ. جنرال نیکلسن د مخدرو موادو پر ضد د جنګ د اعلانولو ترڅنګ وسله والو طالبانو ته خبرداری ورکړ چې وسله پر مځکه کښېږدی او سوله وکړی.
ده وویل چې په هلمند کې د مخدرو موادو د تولید پر مرکزونو یو ښه پلان شوی برید وشو. ډګرجنرال جان نیکلسن دا هم وویل چې په دې عملیاتو کې د لومړی ځل لپاره په افغانستان کې له ایف ۲۲ جنګی الوتکو کار واخیستل شو.
نیکلسن همداراز وویل، د هلمند په یوه بله برخه کې د مخدرو موادو پر ضد په عملیاتو کې له بی ۵۲ الوتکو هم کار اخیستل شوی دی.
د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومی قوماندان وویل چې د ناټو او امریکا پوځیان به په افغانستان کې د مخدرو موادو پر تولید او قاچاق حملو ته دوام ورکړی او افغانانو ته وایی چې ناټو ځواکونه به نه یوازې د تروریزم پر ضد په جګړه کې له دوی سره ولاړ وی، بلکې د مخدرو موادو پر ضد به هم جګړه وکړی.
د مخدرو موادو پر ضد د ناټو د عمومی قوماندان د جګړې اعلان د دغه ځواک په پالیسۍ کې د بدلون ښودنه کوی. دغو ځواکونو په تېرو کلونو کې د افغانستان له مخدرو موادو سره چندان کار نه درلود.
نیکلسن وویل«هیروین د تروریزم په شان نړیواله ستونزه ده.»د نیکلسن په وینا طالبان د مخدرو موادو په عوایدو جګړې ته دوام ورکوی.
د ناټو قوماندان وایی چې طالبان پر یوه جنایی تنظیم بدلېږی او د پیسو د ترلاسه کولو لپاره اختطافونه کوی او مخدر مواد قاچاق کوی.
photo_2017-11-20_19-50-54 (1)

Comments are closed.