افغان ولسمشر: فرانسه د افغانستان د تاریخی آثارو مکمله نقشه جوړوی
افغان ولسمشر محمد اشرف غنی وایی، له فرانسې سره یې هوکړه کړې، چې هغوی د افغانستان د تاریخی آثارو یوه مکمله نقشه جوړه کړی. د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلی غنی دغه څرګندونې نن کابل کې د تورېزم په اړه د یوه علمی سمینار د پیل په مراسمو کې د وینا پر مهال وکړې. ښاغلی غنی په خپلو خبرو کې و ویل، چې افغانستان د تاریخ په اودو او بېلا بېلو دورو کې د نړۍ د تورېزم مرکز او د تاریخ هره دوره یې د تورېزم یوه خاصه دوره جوړوی. نوموړی زیاته کړه، چې پخوا هم افغانستان د فرهنګ، تمدن او مفکورو د انتقال او اتصال مرکزو اوس به هم د تاریخ په اوږدو کې دغه نقش ولری. ولسمشر و ویل، چې د افغانستان تاریخی آثار او طبعیی ښکلا د نړیوال تورېزم له پاره ډېر د اهمیت وړ دی او باید په دې برخه کې جدی کارونه وشی. هغه و ویل، چې د ترهګرۍ له خلاصېدو وروسته او ته د سولې او ټیکاو له راتګ سره سم به د کال نېږدې له دوه تر پنځه میلیونه پورې بهرنی سیلانیان افغانستان ته راځی. ښاغلی غنی وایی، چې د افغانستان د تاریخی آثارو د بیا رغولو او د تورېزم برخې ته ودې ورکولو ته ژمن دی او په همدې برخه کې یې فرانسویانو سره هوکړه کړې تر څو د افغانستان د تاریخی آثارو یوه مکمله نقشه جوړه کړی. ښاغلی غنی زیاته کړه، چې افغان ولس په خپل ښه راتلونکی باوری دی او غواړی، چې خپل راتلونکی بدل کړی. هغه د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه وغوښتل، چې تورېزم په برخه کې مشخصی طرحې وړاندې کړی تر څو وکولای شی افغانستان د نړیوال او کورنۍ تورېزم په برخه کې پرمختګ وکړی.
افغان ولسمشر و ویل، چې کورنۍ او نړیوال تورېزم د ولسونو د اتصال، ملی یووالی او اقتصادی پیاوړتیا یوه لویه سرچینه ده چې باید ورته جدی پاملرنه وشی.
ولسمشر د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا ولس ته ډاد ورکړ، چې افغانستان ته سوله، ثبات او ټیکاو راتلونکی دی او خلک دې پر دې خبره باوری اوسی.
Comments are closed.