وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

قومی مشران: پر ډېورنډ کرښه د پاکستان هېڅ ډول اقدامات راته د منلو نه دی

د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته پراته قومی مشران وایی، په دغه کرښه د پاکستان له لوری هېڅ ډول اقدامات ورته د منلو نه دی او که افغان حکومت یې مخه نشی نیولای، ولسونه به یې دفاع وکړی. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه قومی مشرانو نن په کابل کې یوه غونډه درلوده او له افغان حکومت څخه یې وغوښتل، چې د پاکستان د هر ډول اقداماتو مخه ونیسی.
یادو قومی مشرانو و ویل، چې که حکومت د دوی له حق څخه دفاع نه شی کولای نو دوی تیار او دا وړتیا لری، چې له خپلې خاورې او حقوقو څخه په مېړانې سره دفاع وکړی. دوی پر افغان حکومت غږ وکړ، چې تېرو حکومتونو په ډېرو سختو شرایطو او جګړو کې دغه کرښه له پاکستان سره نه ده منلې او د قبایلی سیمو د خلکو له حقوقو یې دفاع کړې، نو اوسنی حکومت دې هم په پوره قوت د خپلو خلکو له حقوقو دې دفاع وکړی.
یادو قومی مشرانو ټینګار وکړ، چې د پاکستان له لوری د هر ډول اقداماتو تر سره کول دوی ته منلو نه دی او پخپله خاوره کې به پنجابیانو د فعالیت اجازه ور نه کړی. قومی مشرانو دغه غونډه پر داسې مهال کوی، چې له یوې خوا پاکستان هوډ کړی، چې پر ټوله کرښه اغزن سیم وغځوی او له بل پلوه یې افغان حکومت ته دا وړاندیز کړی، چې د امریکا تر نظارت لاندې به د یادې کرښې دواړو غاړو ته د ترهګرو پر وړاندې جدی اقدامات کوی.
n00096107-b

Comments are closed.