وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

ټاپی ولې مهمه ده؟ / اېمل پیاوړی

دټاپی یوازې له دې اړخه مهمه نه ده، چې له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د غازو لېږدونکې نل لیکه ده، بلکې ټاپی په دې مهمه ده، چې د غازو دنل لیکې تر څنګ یو ګډ لیدلوری (دیدګاه) دی.
ګډ لیدلوری په دې مانا چې هم یې د سیمې هېوادونه (ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان) په هکله نه یوازې همنظره دی، بلکې د دغې مهمې او لویې پروژې د ساتنې او د امنیت د تامین مسوولیت یې هم منلی او په دې برخه کې یې خپله ژمنتیا لا وار دمخه اعلان کړې ده.
همدارنګه د سیمې د هېوادونو تر څنګ په افغانستان کې موجوده موافقې او مخالفې سیاسی او جنګی ډلې هم د ټاپی په هکله په لویه کې واحد نظر او لیدلوری لری، ځکه ټاپی د افغانستان او د افغانستان د خلکو د ښه او روښانه راتلونکی په موخه ښه پل او نېک پال بولی.
د ټاپی ښېګڼه داده، چې کومه شخصی یا سیاسی پروژه نه ده، بلکې دا هغه مهمه اقتصادی پروژه ده، چې بریالی تطبیق یې د جنګ ځپلی افغانستان او افغانانو لپاره خورا ارزښت لری، ځکه د همدغې پروژې له لارې افغانستان هر کال نږدې پنځه سوه ملیون ډالر نغده مالیه ترلاسه کوی. په افغانستان کې د زرګونو ځوانانو لپاره کاری زمینې برابروی. د وخت په تېرېدو سره افغانستان کولی شی چې د خپلو کانونو د راېستلو او فابریکو لپاره د اړتیا وړ غاز له دغې نل لیکې څخه وکاروی او همدارنګه افغانستان کولی شی چې خپل له اړتیا زیات غاز د همدې نل لیکې له لارې په نورو وپېری.

ټاپی پروژه د اقتصادی ودې له پلوه افغانستان ته د دې لپاره مهمه ده، چې افغانستان پر ځان بسیاینې (خودکفایی) ته ور نږدې کوی او افغان حکومت له خپلو نړیوالو متحدینو سره په دې وروستیو کې په یو لړ نړیوالو کنفرانسونو کې ژمنه کړې وه، چې افغانستان به د خودکفایۍلور ته هڅوی.
د ټاپی پروژې ارزښت په دې کې دی، چې په هېواد او کور دننه زموږ ګڼو ځوانانو ته د باعزته کار اسانتیاوې رامنځته کوی او زموږ د هېوادوالو په دسترخوانونو کې د مثبت بدلون د رامنځته کېدو لامل کېږی.
اوس مهمه داده، چې زموږ خلک او ولسونه په ګډه د خپل شخصی مال او شتمنۍ په توګه د دغې مهمې پروژې پالنه او ساتنه وکړی، خصوصاُ د هرات، فراه، هلمند او کندهار د خلکو او ولسونو همکاری په دې برخه کې نهایت مهمه ده، ځکه دغه مهمه پروژه د همدوی له سیمو څخه تېرېږی او په لومړی سر کې یې ګټې د همدغو سیمو خلکو او ولسونو ته رسېږی.
د سیمې په کچه د ټاپی ګټې دادی، چې د افغانستان ستراتیژیک موقعیت په سیمه کې ځلوی او عملاً دا ثابتوی، چې افغانستان مرکزی او جنوبی اسیا سره نښلوی. د افغانستان دغه موقعیت په راتلونکی کې زموږ لپاره ډېرې لویې او مهمې سیاسی او اقتصادی ګټې لری. د بېلګې په توګه کله چې موږ د اسیایی هېوادونو د وصل په نقطه او مرکز بدل شو، نو له دې سره افغانستان په یوه او یا دوو ګاونډیو د اتکا له احتیاج څخه راوځی، ځکه چې له ټولې سیمې سره یې اړیکې پیاوړې کېږی او له همدې لارې خپلې سوداګریزې راکړې ورکړې په ښه توګه ترسره کولی شی.
د ټاپی بله مهمه ګټه داده، چې د هېوادونو او ملتونو ګټې او اړیکې سره نږدې کوی او مشترکې اقتصادی ګټې د هېوادونو او ملتونو د نږدېوالی، خواخوږی، ښې ملګرتیا او دې اسانتیا برابروی چې هېوادونه خپلې پوهې، وړتیاوې، امکانات او تجربې سره شریک کړی.
کله چې د هېوادونو اړیکې او ګټې سره نږدې او وتړل شی، نو د سیمې د امنیت، ثبات او اقتصادې ودې په برخه کې لویه مرسته کېږی، ځکه کله چې د مرکزی اسیا د غازو نل لیکه، د برېښنا مزی، د اورګاډی کرښه، نوری فایبر، نفت او نور مهم توکی د افغانستان له لارې جنوبی اسیا ته ولېږدېږی، نو بیا به د سیمې هېوادونه د خپلو هېوادونو په څېر د افغانستان د امنیت تامین ته زیاته پاملرنه وکړی.

Comments are closed.