وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

د آسیا پراخیتایی بانک له افغانستان سره ۱۱ میلیونه ډالر مرسته وکړه

n00073556-b
د افغانستان د کرنې وزارت چارواکی وایی، د آسیا پراختیایی بانک د افغانستان د کرنې د ودې او ښه والی په موخه ۱۱ میلیونه ډالره مرسته وکړه.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د یاد وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی، چې د دغه مرستې تړون د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمی او د یاد بانک د رییس تر منځ تېره ورځ لاسلیک شو.
په خبرپاڼه کې راغلی، چې د کرنې او اوبو لګولو وزارت به دغه پیسې د زراعتی محصولاتو د ودې، بازار موندنې، د مسلخونو جوړولو، مالدارۍ د عصری کولو او په ټول کې د زراعتی سکتور د پرمختګ په برخه کې ولګول شی.
سرچینه زیاتوی، چې دغه مرسته د انګلستان هېواد د افغانستان د بنسټیز امانتی صندوق له لارې د آسیا پراختیایی بانک په واک کې ورکړې ده.
خبرپاڼه وایی، د افغانستان د مالی وزیر له آسیایی بانک او انګلستان هېواد څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې د افغانستان له پاره د زراعتی سکتور پرمختګ د دې له پاره مهم او په لومړی توبونو کې دی، چې افغانستان د خپل اقتصاد له لارې په پښو ودرېږی. په ورته وخت کې خبرپاڼه کې د آسیا د پراختیایی بانک د رییس توماس پنیلا له قوله راغلی، چې له ۲۰۰۱ کال راپدېخوا د افغانستان د باغدارۍ په کمیت او څارویو د ډېرښت په برخه کې زیاتوالی راغلی، خو په وینا یې دغه سکتور لا هم ودې ته اړتیا لری. نوموړی ویلی، چې دغه مرستې به د پنځو مسلخونو، د مېوې د ساتنې او بسته بندۍ په برخه کې ولګول شی.
باید وویل شی، چې د آسیا پراختیایی بانک له دې وړاندې هم په یاده برخه کې ۳۱ میلیونه ډالره مرسته کړې چې ۱ میلیون په کې د افغانستان له لوری شوې.

Comments are closed.