خبر های مهم
خانه / افغانستان / نیوزلنډ کې پر لمونځ کوونکو د برید اصلی تورن محکمې ته حاضر شو

نیوزلنډ کې پر لمونځ کوونکو د برید اصلی تورن محکمې ته حاضر شو

نیوزلنډ کې پر دوو جوماتونو کې پر لمونځ کوونکو د برید او ۴۹ مسلمانانو د وژلو اصلی تورن محکمې ته حاضر شو.

دغه کس چې «برنټون ټرنټ» نومېږی او د اسټرالیا وکړی دی، په وژنې تورن دی او ټاکل شوې چې راتلوونکې زیږدیزه میاشت د دویم ځل لپاره محکمې ته راشی.

د نیوزلنډ په دولتی بنسټونو کې د دغه هېواد بیرغ نیم ځوړند دی، د دغه هېواد لومړی وزیر جاسینډا ارډرن له مسلمانانو سره د دغه هېواد د وګړو او پر یووالی او همدردۍ ټینګار کوی.

د نیوزلنډ یو ستر شمېر وګړو د کرایسټ چرچ ښار کې د نور جومات ته‎څېرمه د دغو دو بریدونو د قربانیانو پر یاد سره راغونډ شول.

د نیوزلنډ په ګرایسټ چرچ ښار کې پر دوو جوماتونو له وسله‎وال برید یوه ورځ وروسته د دغه هېواد خلک په دوو ځایونو د دغې پېښې د قربانیانو یادغونډه جوړه کړه او خپل د همدردۍ پیغامونه یې ولیکل.

د دغه برید اصلی تورن ۲۸ کلن ترنټون ټرنټ د اسټرالیا وګړی دی، د جمعې په ورځ (د کب په ۲۴ مه) محکمې ته حاضر شو او ټاکل شوې چې د هغه دویمه محکمه د راتلوونکې زیږدیزې میاشتې په پنځه نېټه ترسره شی.

هغه افراطی لیدلوری لری او په ټولنیزو شبکو کې په خپلو بیانیو کې ویلی چې لوېدیځو هېوادونو کې د مسلمانانو له حضور او ګډوالۍ سره مخالف دی.

تېره ورځ د نیوزلنډ پولیسو د دغې پېښې په تړاو یې څلور تنه ونیول چې د هغوی یو تن له پلټنو وروسته ازاد کړل شو.

د نیوزلنډ د پولیسو کمېشنر مایک بوش وویل:«موږ څلور تنه ونیول چې د هغوی یو تن ازاد کړل شو. هغه د دغه هېواد یو وګړی و چې غوښتل یې خپل ماشومان له ښوونځی کور ته بوځی او پرېکړه یې کړې وه چې وسله‎ ورسره وی. یو خاوند او مېرمن هم نیول شی چې په دغې پېښه کې د هغو د ګډون په اړه زموږ پلټنې روانې دی.»

د نیوزلنډ د څلور اعشاریه پنځه‎وېشت مېلیون نفوس له ډلې یوازې یو اعشاریه یو سنله یې مسلمانان دی چې ډېری یې له نورو هېوادونو نیوزلنډ ته کډه شوی دی.

د نیوزلنډ د مسلمانانو ټولنه له دې مخکې هېڅکله د داسې پېښې شاهده نه وه.

نیوزلنډ کې پر لمونځ کوونکو د برید اصلی تورن محکمې ته حاضر شو

درباره‌ی خبرگزاری عقاب

عقاب؛ بیانگر آرمان های دینی، فرهنگی، سیاسی و اجتماعی شماست.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*