وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

مک کین:امریکا د فرصت له لاسه نه ورکوی د افغانستان په اړه د جدی اقدامات وکړی

د امریکا مخکښ سناتور جان مکین ویلی، ولسمشر ډونالډ ټرمپ او اداره یې باید د افغانستان په باب هغسې بېړنى چلند غوره کړی چې د داعش ډلې په وړاندې یې خپل کړى دى.
د جمهور آژانس د خبر له مخې چې د مکېن چې د جمهوریپال ګوند غړى دى دغه څرګندونې په کابل کې وروستیو بریدونو ته په اشارې سره په یوه اعلامیه کې کړې دی.
نوموړی زیاته کړې د دې له پاره چې په افغانستان کې یو ځل ګډوډی رامنځ ته نه شی او د افغانستان وضعیت نور هم خراب نه شی، نو امریکا ته په کار ده چې په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه جدی او بېړنی اقدامات وکړی. هغه په دې اعلامیه کې ویلی« په افغانستان کې وضعیت ورځ تر بلې خرابېږی نو د ټرمپ ادارې ته په کار ده چې ددغه هېواد پر وړاندې هغسې اقدامات وکړی لکه د داعش پر وړاندې یې چې په پام کې نیولی دی.
دغه مخکښ امریکایی سناتور خبرداری ورکړی، چې که د ټرمپ اداره د افغانستان د مسایلو پر وړاندې همداسې پټه خوله پاتې وی، نو ښایی امریکا په افغانستان کې یوه ستراتیژیکه ماتې وخوری.
د امریکا د سنا مجلس دغه غړی ویلی، چې د ټرمپ اداره دې په افغانستان کې روانو حالاتو ته په کتو فرصت له لاسه نه ورکوی، هلته دې افغان او امریکایی ځواکونه تقویه کړی څو وکړی شی هلته روانې بې ثباتۍ له منځه یوسی.
n00091886-b

Comments are closed.