وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

ملګری ملتونه: ۲۰۱۵ کال د ملکی افغانانو لپاره تر ټولو خونړی کال و

1127
پهملګری ملتونه وایی چې په ۲۰۱۵ م کال کې په افغانستان کې ۱۱ زره ملکیان وژل شوی یا ټپیان شوی دی.
د ملګروملتو په وینا له ۲۰۰۹ څخه، چې دا اداره په افغانستان کې د ملکیانو د مرګ ژوبلو په اړه احصاییې خپروی او ټولوی، ۲۰۱۵ کال تر ټولو خونړی کال و.
د ملګروملتو له راپور سره سم، چې نن یکشنبه/ خپور شو، په ۲۰۱۵ م کال د ۲۰۱۴ م کال په پرتله د ملکیانو تلفات په سلو کې ۴ زیات ول.
د ملګروملتو په وینا تېر کال په افغانستان کې ټولټال ۳۵۴۵ ملکیان وژل شوی دی.
پر دې سربېره راپور وایی چې د ټولو تلفاتو په سلو کې ۲۵ماشومان او په سلو کې ۱۰ ښځې دی.
راپور وایی چې په ښاری سیمو کې جګړه او تروریستی حملې د ملکی تلفاتو د زیاتېدا اصلی علت ګڼل کېږی.
په افغانستان کې د ملګروملتو خاص استازی نیکولاس هایسم په راپور کې ویلی:)ملکیانو ته مرګ ژوبلې قطعاً د منلو نه دی).

Comments are closed.