وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

د شفافیت افغانی ټولنه وایی، افغانان د کال ۳ ملیارد ډالره رشوت ورکوی

تاند- له فساد سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په درشل کې د شفافیت د څار یوه افغان ټولنه وایی چې په یوه نظرپوښتنه کې نیمایی پوښتل شویو ورته ویلی چې رشوت ورڅخه غوښتل شوی دی.
د شفافیت د څارټولنې د نظرپوښتنې پایلې ښیی چې افغانان د کال د ۳ ملیارد ډالرو معادل پیسې په رشوت ورکوی.
د دې ټولنې د نظرپوښتنې نتیجې ښیی چې اداری فساد له ناامنۍ او بې روزګارۍ وروسته د افغانانو تر ټولو ستره ستونزه ده.
د دې ادارې مشر اکرام افضلی نن /پنجشنبه/ په کابل کې وویل چې دې نتیجې ته د خپلې هغې نظرپوښتنې پر اساس رسېدلی چې د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې یې کړې ده.
دا اداره وایی چې له ۸ زره افغانانو سره یې مرکې کړی دی.
د افضلی په وینا کابو نیمایی مرکه کوونکو ورته ویلی چې د فساد شاهدان پاتې شوی، یا یې رشوت ورکړی یا یې په حضور کې رشوت اخیستل شوی دی.
دغو کسانو دا هم ویلی چې د رشوت شکایت یې کړی خو ګټه یې نه ده کړې.
په سلو کې اویا پوښتل شویو کسانو محکم او څارنوالان رشوتخواره بللی دی.
په سلو کې ۵۵ نورو ویلی چې له دوی څخه رشوت غوښتل شوی دی.
ګڼو پوښتل شویو کسانو اداری فساد په هیواد کې له امنیت سره تړلی بللی دی.
3-13

Comments are closed.