وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

چین د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د افغانستان د بشپړ غړیتوب ملاتړ کوی

n00079068-b
 د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلی هېواد یې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د افغانستان د بشپړ غړیتوب ملاتړ کوی. د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان د ملی امنیت شورا نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یی دغه څرګندونې د افغانستان د ملی امنیت شورا له سلاکار محمد حنیف اتمر سره د لیدنې پر مهال کړې. سرچینه زیاتوی، چې د افغانستان د ملی امنیت سلاکار چین ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد له بهرنیو چارو وزیر سره هم وکتل. په خبرپاڼه کې راغلی، چې په دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا، له افغانستان سره د چین د اقتصادی همکاریو او د ترهګرۍ پر وړاندې د مشترکې مبارزې په اړه خبرې وشوې. د خبر پاڼې د معلوماتو له مخې په دغه لیدنه کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یی وویل چې هېواد یې د شانګهاى په سازمان کې د افغانستان د بشپړ غړیتوب ملاتړ کوی.
دولت د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د افغانستان د بشپړ غړیتوب په منظور د چین د ملاتړ قدردانی کوی او هیله لری چې د دې موخې له ترلاسه کېدو سره افغانستان د سیمې د هېوادونو د همکاریو د وصل پر محور بدل شی. خبرپاڼه کې د اتمر له قوله راغلی، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د افغان د دولت جګړه یوازې د افغانستان جګړه نه ده، بلکې افغان امنیتی او دفاعی ځواکونه د ټولې سیمې او نړۍ لپاره د ترهګرۍ له ګواښونو سره مقابله کوی. ښاغلی اتمر د کابل د تېرې ورځې خونړی برید ته په اشارې ویلی، چې افغان دولت به له ترهګرو او د هغو له ملاتړو او تمویلوونکو سره سوله ونه کړی. د ملی امنیت سلاکار دا هم ویلی، چې له افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو سره د افغانستان د سیمه ییزو او نړیوالو متحدینو د ظرفیتونو د ارتقا او تجهیزاتو په برخه کې همکاری د ټولې سیمې او نړۍ له امنیت سره مرسته کوی. باید وویل شی، چې د افغانستان د ملی امنیت سلاکار دوه ورځې وړاندې چین ته په یوه سفر ولاړ او ټاکل شوې د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له نورو لوړ پوړو چارواکو سره هم وګوری.

Comments are closed.