وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

د کابل پروني برید سره سره له افغانستانه د ایستونکو لړۍ روانه ده

د اسوشټیډ پریس خبري اژانس بېګاه (پنج‌شنبه د وږي په ۴ مه) کابل کې د حامد کرزي نړۍوال هوایي ډګر ته څېرمه دوو خونړیو چاودنو نه وروسته وویل، چې له افغانستانه به د ایستلو لړۍ بشپړوي.

په پرونیو دوو چاودنو کې له ۶۰ زیات کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۵۰ ټپیان دي، چې له منځه یې ۱۳ تنه امریکایان هم وژل شوي او ۱۸ تنه ټپیان دي.

د امریکا ولسمشر وویل، چې د ۱۳ تنه وژل شویو امریکایي سرتېرو غچ به اخلي.

د امریکا ولسمشر سپینه ماڼۍ کې وویل، چې داعش ډله په کابل کې د پرونیو چاودنو مسووله ده، چې هم په‌کې امریکایان وژل شوي او هم ملکي افغانان.

جوبایډن د ځینو وژل شویو امریکایي سرتېرو په غبرګون څو شېبې غلی شو او پر دریځ یې سر کېښود.

 

د امریکا ولسمشر جوبایډن د کابل پرونیو چاودنو د ترسره کوونکو په هکله وویل:”موږ دلایل لرو او باوري یو چې هغوی څوک دي؟”

په همدې حال کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان ویلي، کېدای شي د پرونیو بریدونو په څېر نور بریدونه هم وشي.

لا هم د پرونیو دوو چاودنو د مر‌ګ‌ژوبلې شمېرې دقیقې نه‌دي او په نوې کېدو دي.

وړاندې، کابل کې د امریکا سفارت په افغانستان کې له خپلو وګړو غوښتي وو چې د داعش ډلې د احتمالي ګواښ له کبله، هوایي ډګر ته ور نه‌شي.

Comments are closed.