وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

حکومت د هېواد درې کلتوری میراثونه په یونسکو کې ثبت وی

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایی د یونیسکو د غیر ملموس میراثونو په نوملړ کې د بهزاد د میناتورۍ هنر، رباب جوړونې او ملی اټن د ثبتېدو لپاره یې ځینې معتبر سندونه چمتو کړی دی.
د دغه وزارت مسوولین وایی د یادو درې واړو میراثونو اړوند اسناد یې د یو کال په لړ کې چمتو کړی او ټاکل شوې ده چې په پاریس کې د افغانستان د سفارت له خوا د یونسکو یا د ملګرو ملتونو علمی، کلتوری سازمان ته وسپارل شی. د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایی چې د دې ترڅنګ یې په هېواد کې یوولس نور غیر ملموس فرهنګی میراثونه هم ثبت کړی او غواړی دغه میراثونه هم په یونیسکو کې ثبت کړی.
د بهزاد د میناتوری، د رباب جوړولو او د ملی اتڼ هنرونو مستند کولو یو کال وخت ونیوه او په یونسکو یا د ملګرو ملتونو په علمی کلتوری او روزنیز سازمان کې یې د افغانستان د کلتوری میراثونونو د ثبتېدو لپاره اسنادونه چمتو شول. محبوبه بابکر خېل چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د غیر ملموسو کلتوری میراسونو د پلاوی مشره ده وایی چې دوی د دغو هنرونو د مستتد کولو لپاره د سندونو د راټولولو په موخه ولایتونه ته هم سفرونه وکړل.
اوس مهال د مستند دا سندونه چمتو او د بهرنیو چارو وزارت ته لېږل شوی دی څو په پاریس کې د افغانستان د سفارت له لوری یونسکو ته ولېږل شی.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست طاهر زهیر وویل:“له بده مرغه باید ووایم او همدارنګه اقرار هم وکړو چې په دې برخه کې شاته پاتې یوو. له ګاونډیو هېوادونو هم شاته پاتې یوو. موږ په ځانګړې توګه له یونسکو سازمان څخه غوښتنه لرو د دې لپاره چې زموږ ملموس او غیر ملموس اثار د خطر سره مخ دی لږ تر لږه په کال کې، زموږ درې موردونه ومنی.“ په یونسکو کې د افغانستان د سفارت د پخوانی شازدافیر رضا عظیمی په وینا د ولسمشرۍ غنی د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې په یونسکو کې د افغانستان د استازولۍ له لغوه کېدو وروسته؛ په پاریس کې د افغانستان سفارت په دغه سازمان پورې اړوند چارې مخته بیولې.
کابل تر هغې وروسته په یونسکو کې د افغانستان په نوم د بهزاد د میناتورۍ او څو نورو هنرونو د ثبتېدو لپاره لاس په کار شو چې په یونسکو کې د میناتورۍ هنر د ایران او ترکیې په ګډون د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د ګډ میراث په توګه ثبت شو.

Comments are closed.