وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

د خوړو نړیوال پروګرام: میلیونونه افغانان له سخت ژمی سره مخامخ دی

د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام د مالوماتو له مخې نېږدې یو نیم میلیون ماشومان چې له ۵ کلنۍ د کم عمر نجونې او هلکان دی د خوړو له ناسم خوندیتوبه زوریږی. د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکوی چې د سږ کال ژمی کې به میلیونونه افغانان له سختو ستونزو، جګړې او ناسمې تغذیې سره مخامخ وی.
یاد پروګرام یوه راپور کې ویلی جګړې، کوویډ۱۹ ناروغی او د هوا بدلون هغه درې لاملونه دی چې افغانان به له نا امنیو او ناسمې تغذیې سره مخامخ کړی.
د راپور له مخکې کابو ۱۷ میلیونه افغانان له نا امنیو او سوتغذیې سره مخ دی، همداراز کابو ۴۰ میلیونو نور هم له نا امنیو او د ناسمې تغذیې له زیاتېدو سره مخکېدونکی دی.
د خوړو پروګرام وایی چې اوس مهال نېږدې درې میلیونه ماشومان، امیندوارې او شېدې ورکوونکې ښځې هم له ناسمې تغذیې زوریږی.
د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام د مالوماتو له مخې د یاد شمېر له ډلې نېږدې یو نیم میلیون یې ۵ کلنۍ د کم عمر نجونی او هلکان دی.

Comments are closed.