وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

”پینټاګون افغانستان کې په یوه ګاز پمپ ۴۳ میلیونه ډالرلګولی”

”پینټاګون افغانستان کې په یوه ګاز پمپ ۴۳ میلیونه ډالرلګولی”
د افغانستان بیا رغونې د څار ځانګړې امریکایی ادارې ( سیګار ) یو رپوټ وایی، د دوی موندنې ښیی، چې افغانستان کې د امریکایی ځواکونو هغې برخې، چې د ټیکاو او کار موندنې په نوم یې چارې پر مخ بیولې، جوزجان ولایت کې د سی این جی ګازو یو پمپ یا اسټیشن د ۴۳ میلیونه ډالره لګښت بدل کې جوړ کړی دی. د سیګار رپوټ زیاتوی، موندنې څرګندونې، چې دغه پمپ د ۲۰۱۵ کال د جون په ۱۷ ورځ تړل شوی دی او څوک په دې تړاو ځواب هم نه وایی. رپوټ کې ویل شوی د پمپ رغونې هدف دا و، چې افغانستان کې په ګاډو کې د سی این جی ګازو کاروول دود کړی، افغانستان وکولای شی د طبیعی ګازو له خپلو زېرمو ګټه واخلی او دغه هېواد ته د واردېدونکې انرژی کچه ټیټه شی. د سیګار مسوولینو په وینا د دغه سی این جی ګازو پمپ لګښت د افغانستان لپاره د امریکا له مرستو ورکړل شوی او وایی د دوی موندنې ښیی، چې ګاونډی هېواد پاکستان کې د دغه ډول ګازو پمپ رغونې لګښت تر ۵۰۰ زره امریکایی ډالرو پورې دی. دغه مرکز وایی د یاد پمپ له جوړولو مخکې یې د راتلونکی ګټورتیا په اړه کومه څېړنه نه وه شوې. رپوټ کې دا هم ویل شوی دی، چې د دغې موضوع ویرونکی اړخ دا دی، چې د امریکا دفاع وزارت په دې اړه هېڅ نه دی ویلی، چې ولې د ګازو یو پمپ د دومره لوی لګښت په بدل کې رغول شوی دی؟ وایی د دغه پمپ رغاونې پلان د هغه د اجرا او پایلو په باب هم څه نه دی ویل شوی دی.
د سیګار په خبره د امریکا دفاع وزارت ایله دومره یادونه کړې، چې د هغو امریکایی ځواکونو فعالیت، چې افغانستان کې یې د ټیکاو او کار موندنې په نوم کاوه، پای ته رسیدلی دی او وایی دفاع وزارت ورته کوم ځواب نه لری. د یاد مرکز په خبره داسې هېڅ معلومات نه شته، چې څنګه دغه طرح جوړه شوې او عملی شوې ده. د سیګار په خبره دغه طرح ځکه یاده سیمه کې عملی شوې، چې د ځمکپیژندنې رپوټونو کې د افغانستان شمال کې له نفتو سره د ۱۵،۶۸۷ متره مکعبه طبیعی ګاز شتوالی څرګند شوی دی. معلومات ښیی، چې د ټیکاو او کسب وکار موندنې په نوم امریکایی ځواکونو د ۲۰۱۱ کال په اګست میاشتې کې د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د افغانستان معادن وزارت پر اړونده ځمکه د یاد پمپ رغونه پیل کړه، چې ۲۰۱۲ کال کې یې چارې بشپړې شوې. د پمپ له رغول کېدو وروسته د قاشقری په نوم د تیلو او ګازو شرکت د یاد پمپ چارې پر غاړه واخیستې، خو هغه اسناد چې د افغانستان حکومت سیګار ته څرګند کړی، ښیی چې د یاد شرکت د فعالیت جواز ۲۰۱۴ کال کې له هغه وروسته چې د پمپ مسوولیت له اخیستو شپږ میاشتې تېرې وې، پای ته ورسید او وایی بیا یې نه دی تمدید کړی.
151103064104_task_force_spent_nearly_43_million_to_construct_a_compressed_natural_gascng_automobile_filling_station_in_the_city_of_sheberghan_afghanistan_640x360_sigar_nocredit

Comments are closed.