وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

د افغانستان او فلیپین فوټبال ټیمونو ترمنځ سیالۍ صفر-صفر مساوی شوه

د اسیا چیلنج کپ فوټبال لوبو په ترڅ کې د افغاسنتان ملی ټیم د فلیپین له لوبډلې سره صفر د صفر په وړاندې مساوی شو.
دا لوبه تېره شپه په مالدیف کې وشوه. د دې لوبې په اړه د افغانستان د ملی ټیم تخنیکی همکار علی عسکر لعلی له مالدیف څخه په ټیلفون ازادی راډیو ته وویل چې؛ په پیل کې ښه وو او وروسته مو ښه لوبه ونه کړه:
“لوبغاړو ډېره ښه لوبه وکړه، لومړۍ شپیته دقیقې لوبه یو مخ زموږ په لاس کې وه او ډېر چانسونه مو لرل چې؛ ګول وکړو خو له بده مرغه ونه شو.” ټاکل شوې ده چې، سبا د افغانستان ټیم له ترکمنستان سره مسابقه وکړی. په مالدیف کې د اسیا چیلنج کپ په لوبو کې د کوربه مالدیف ترڅنګ؛ د افغانستان، ترکمنستان، فلسطین، فلیپین، لاووس او قرغیزستان ټیمونو ګډون کړی دی. د دغه ټورنمنټ اتل به په ۲۰۱۵ کال کې په اسیایی فوټبال اتلولیو کې چې په اسټرالیا کې ترسره کیږی؛ د ګډون حق ترلاسه کړی.

 

Comments are closed.