غنی: د سولې په هکله رامنځته شوې اجماع په خپل ذات کې بې سارې ده
ولسمشر غنی وایی چې هغه اجماع چې اوس د سولې په هکله رامنځته شوې، په هېڅ وخت کې موجوده نه وه.
هغه چې په یکشنبې (د کب په ۱۹ مه) له غرمې مخکې د ښځو د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې چې ارګ کې جوړه شوې وه د وینا پر مهال وویل چې افغانان باعزته…