وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

غنی: د سولې په هکله رامنځته شوې اجماع په خپل ذات کې بې سارې ده

ولسمشر غنی وایی چې هغه اجماع چې اوس د سولې په هکله رامنځته شوې، په هېڅ وخت کې موجوده نه وه.

هغه چې په یکشنبې (د کب په ۱۹ مه) له غرمې مخکې د ښځو د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې چې ارګ کې جوړه شوې وه د وینا پر مهال وویل چې افغانان باعزته سوله غواړی.

هغه یوځل بیا ټینګار وکړ چې افغانستان کې ټول لوری باید د سولې خبرو اترو بهیر کې ونډه ولری:«سوله ملی ده، قومی، ستمی او حزبی نه ده او سوله د ټولو افغانانو ده، او که‎چېرې د سولې له بهیره د افغانانو یوه برخه لیرې پاتې شی، هغه سوله به پایداره نه وی.»

ښاغلی غنی په داسې د سولې په خبرو اترو کې د افغانانو پر شمولیت ټینګار کوی چې امریکا او طالبان د افغان حکومت په نشتون کې په خبرو اترو بوخت دی.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو پنځم پړاو چې د کب میاشتې په شپږه مه نېټه پیل شو، تراوسه دوام لری او د دواړو لورو استازی په دوحه کې د تړلو دروازو تر شا د سولې په اړه سلامشورې کوی.

له دې ټولو سره د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدلله هم په نننیو مراسمو کې وینا وکړه هغه وویل په هر ډول خبرو اترو کې باید د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د مېرمنو لاسته راوړنې په پام کې ونیول شی.

هغه مېرمنو ته ډاډ ورکړ چې په دې بهیر کې لاسته راوړنې به یې له پامه ونه غورځول شی.

په دغو مراسمو کې د ښځو چارو وزیرې دلبر نظری هم وینا وکړه هغې څرګنده کړه چې د سولې په خبرو کې باید د ښځو استازې حضور ولری.

آژیر فروپاشی کابل

Comments are closed.