وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

د افغانستان حکومت په هلمند کې د پله باغ بند جوړوی

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت سرچینې وایی چې په هلمند کې به د کجکی د پراختیا ترڅنګ پر هلمند سین د «پله باغ» برېښناکوټ هم جوړ کړی. د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت معین امان الله غالب وایی چې په هلمند ولایت کې به د دغه بند د جوړولو کار ژر پیل شی. ده دا هم ویلی چې د دغه بند د سروې او ډیزاین کار بشپړ شوی او د جوړېدو په صورت کې به ۹۰ میګاواټه برېښنا تولید کړی. د غالب په وینا د دغه بند د جوړېدو بودجه منظور شوې ده.
د انرژۍ د چارو متخصصان وایی چې پر هلمند سین، چې د افغانستان تر ټولو ستر سین دی، ۱۰ نور بندونه هم جوړېدای شی. د افغانستان حکومت پر ځان د بسیاینې لپاره د بندونو په شان د لویو پروژو د جوړولو هڅې زیاتې کړی دی. په وروستیو کې د هند په مالی مرسته د سلما بند د هندوستان او افغانستان مشرانو د هرات ولایت په چیشت شریف ولسوالی کې پرانست، ورپسې له یوې تورکۍ (تورکۍ) کمپنۍ سره ۱۵۰ میګاواټو ته د کجکی بند د برېښنا د ظرفیت د لوړولو قرارداد لاسلیک شو. همداراز د افغانستان حکومت د پنجشېر، سالنګ، کابل او کونړ پر سیندونو د ۱۲ نویو بندونو د جوړولو اراده کړې او ویل کېږی چې د دغو بندونو د جوړولو لپاره یې له نړیوال بانک څخه د څه باندې۷ ملیارد ډالره مالی مرستې ابتدایی موافقه ترلاسه کړې ده. د دغو بندونو د جوړېدو په صورت کې به نه یوازې د ټول افغانستان د برېښنا اړتیا پوره شی بلکې یوه لویه برخه به یې ګاونډیو هیوادونو ته صادره کړی. خو د افغانستان لپاره د دغو بندونو د جوړولو په خاطر د هغو د مالی سرچینو تر برابرولو د ګاونډیو هیوادونو د ورانکاریو مخنیوی ګران کار دی. په تېرو کلونو کې ایران او پاکستان، چې د افغانستان پرېمانه اوبه یې خاورو ته بهیږی د وسله والو طالبانو او نورو وسله والو ډلو په وسیله د بندونو د جوړېدو مخه نیولې ده. دا په داسی حال کې ده چې ایران له دې فرصته په استفادې د افغانستان د سیندونو اوبو ته څو بندونه جوړ کړی دی.-تاند-
2-75

Comments are closed.