وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

جوزجانۍ مېرمنې: د سولې خبرو کې دې زموږ لاسته راونې قربانی نه شی

د جوزجان مېرمنې له حکومته غواړی چې غوښتنې یې له طالبانو سره مذاکره کې په ډاګه شی. دا مېرمنې د هغې سولې غوښتونکی دی چې په کې د دوی ازادۍ قربانی نه شی.

په جوزجان کې ځینې مېرمنې وایی چې د کابو دوه وروستیو لسیزو راسته راوړنې باید له طالبانو سره د سولې خبرو اترو قربانی نه شی.

دوی له حکومته غواړی چې غوښتنې یې له طالبانو سره مذاکره کې په ډاګه شی. دا مېرمنې د هغې سولې غوښتونکی دی چې په کې د دوی ازادۍ قربانی نه شی.

د جوزجان مېرمنې، د یکشنبې په ورځ (د کب به ۱۲مه) له طالبانو سره د سولې خبرو اترو د ملاتړ په پار د جوزجان مرکز شبرغان په مېلمستون کې غونډه جوړه کړه.

په جوزجان کې د ښځو د حقونو په برخه کې فعاله سایره شکیب سادات په دې اړه وایی:«موږ د سولې د هغو مذاکراتو په اړه چې له هېواده بهر دوام لری ملاتړ کو، خو په دې شرط چې د مذاکرې له پای وروسته طالبن د ښځو ازادۍ او د هېوا اساسی قانون تر پښو لاندې نه کړی.»

دغه مېرمنې همدارنګه وایی چې سوله د هر هېوادوال بنسټیزه اړتیا ده. هغوی له حکومت، طالبانو او نورو مخالفو ډلو غواړی چې د سولې خبرو اترو کې دې دخیل شی، خو د اساسی قانون ارزښتونه له پامه ونه غورځول شی.

جوزجان کې د مدنی ټولنې فعاله فرحناز محمدی څرګندوی:«نن چې په دې برخه کې د مذاکرې او مفاهمې موکه رامنځته شوې ده موږ له هغه ملاتړ کوو او په هر ډول چې وی باید د جګړې کړکېچ ته د پای ټکی کېښودل شی.»

د جوزجان مېرمنې وایی چې په پنځو وروستیو کلونو کې هېواد کې د جګړې له امله څه باندې ۴۰ زره امنیتی ځواکونه وژل شوی او ډېری کورنۍ بې‎ځایه شوې دی نو پر دې اساس له ځنډ پرته هېواد کې دې جګړه ودرول شی.

د ښځو د حقونو په برخه کې فعاله نصیبه اریا وایی:«په هره بڼه چې کېږی جګړې او اورلګېدنې ته دې دواړه لوری د پای ټکی کېږی. پرېږدی چې خلک په ارامه ساه واخلی او په سوله او ارامۍ کې ژوند وکړی.»

د دغې غونډې ګډونوال، په دې باور دی چې مېرمنې د سولې په ټینګښت کې بنسټیزه ونډه لری له دې امله له حکومته غواړی چې د سولې په خبرو کې د ښځو ونډه له پامه ونه غورځوی.جوزجانۍ مېرمنې

Comments are closed.