وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

منفی تلقین ټولنه له منځه وړی

منفی تلقین ټولنه له منځه وړی
په دې وروستیو کې زمونږ د ټولو پر ژبو جاری تلقین د هېواد په اړه منفی نظر خپرول دی. د لوی او وړو مجلسونو اساسی محور د نظام په اړه په منفی خبرو سیاسی بحث وی.
مونږ داسې انګېرو چې دا ډول تلقین او بحثونه به زمونږ ستونزې هوارې کړی، خو برعکس به مو ستونزې هوارې نه بلکې دا ډول منفی فکر خپرول کولای شی مونږ له یو سیاسی بحران سره مخ کړی. منفی سیاسی تلقین زمونږ ټولنه له منځه وړی، سپینږیرو ته ذهنی تشویشونه او ناهیلتوب پیدا کوی او ځوانان بې روحیې او بهرنی هېوادونو ته د تېښتې روحیه ددوی ترمنځ پیاوړې کوی. هره ورځ د پاسپورټ ریاست ته تر پنځو زرو شاوخوا خلک مراجعه کوی ترڅو پاسپورټونه ترلاسه کړی، په دوی کې اکثریت ځوانان دی او ډېری یې له هېواد نه د تیښتې لپاره پاسپورټونه اخلی.
ښه، چې دا ځوانه قوه له ملک نه وتښتی، د ټولنې د ملاتیر مو له منځه لاړ شی، دا وطن به امریکایان او یا نور غربیان درته جوړوی!؟
منفی تلقین ټولنه له داخل څخه لکه موریانه خوری او په دې اساس مونږ خپل ځانونو ته په خپل لاس قبرونه باسو.
ددې ټولنیزو وړو ستونزو لپاره مونږ باید ځواکمنه سیاسی اراده ولرو، ځان او خپل اولاد د زده کړې په ګاڼه سمبال کړو. کله چې مونږ ټول په یو غږ دا ناره کوو چې په والله دا وطن نه جوړیږی، رښتیا هم دا وطن به څنګه جوړ شی، په داسې حال کې چې جوړول یې زما او ستا دنده ده؟! راځئ ټول ووایو، نه دا وطن جوړیږی، زه او ته یې جوړو، تاسو باور ولرئ چې رشتیا جوړیږی، خو هغه وخت چې مونږ او تاسو خپل منفی فکر او تلقین په مثبت فکر بدل کړو.
مونږ باید د دې هېواد د بچیانو په توګه په ټولنه کې خپور شوی منفی فکر پر مثبت او له انرژی څخه ډک فکر بدل کړو.
مونږ باید خپل خلک دې ته اړ کړو ترڅو له منفی تبلیغ او تلقین څخه ځان وساتی، پر خپل خدای توکل وکړی او هر سړی په سم ډول خپله دنده ترسره کړی. مونږ باید ټولیز منفی ذهنیت په مثبت او رغنده تلقین سره ترمیم کړو.
که مونږ تقریبا دېرش میلیونه وګړی دا یوه ناروه وکړو چې داهېواد همدا زمونږ په لاس جوړیږی، دا به یو ملی فکراو باور ته لاره پیدا کړی، هغه باور چې مونږ په لوی لاس شړلی او تبعید کړی مو دی.
زمونږ هېواد د جوړېدو امکان شته خو مونږ منفی تبلیغاتو کسل کړی یو، منفی تبلیغ انسانان په انزایټی، ډېپریشن او یا روحی تشویشونو اخته کوی، چې له امله یې انسان بې روحیې، ستړی، ناهیلی او کسل کیږی.
دا د پرمختګ لپاره لوی خنډ دی. ستونزې شته، خنډونه هم ډېر دی، خو ددې ستونزو د هوارولو لارې هم ډېرې دی.
راځئ د شکایتونو پرځای ولس ته د باور ورکولو هڅه وکړو، او دا تلقین کړو چې مونږ هرڅه کولای شو او زمونږ هېواد جوړېدلای شی. تفاءلوا بالخیر تجدوه! عبیدالله حسام
1240

Comments are closed.