وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

امریکا افغان ځواکونو ته د روسی هیلی کوپترونو پر ځای امریکایی څرخکې ورکوی

د امریکا دفاع وزارت د دغه هیواد کانګریس ته ویلی چې د افغانستان د ملی اردو لپاره روسی الوتکې نه اخلی او د هغو پر ځای افغان هوایی ځواک ته امریکایی څرخکې ورکوی.
روسیې په وروستیو ورځو کې اعلان وکړ چې حاضر دی د افغانستان اردو ته هیلی کوپترونه ورکړی.
روسیه افغان اردو ته د څرخکو پیسې له امریکا اخلی خو وروسته له دې چې د امریکا او روسیې اړیکې د اوکراین پر سر خرابې شوې، امریکا له روسیې څخه د افغان هوایی ځواک لپاره د څرخکو د رانیولو معامله وځنډوله. پینتاګون یا د امریکا دفاع وزارت کانګریس ته ویلی چې له روسیې څخه د ایم آی ۱۷ جنګی هیلی کوپترونو د رانیولو پر ځای امریکایی څرخکې افغان ځواکونو ته ورکوی.
د امریکا په مشرانو جرګه کې د کنتیکټ ایالت استازی کریس مورفی وویل: ولی باید د امریکا حکومت د امریکایی مالیه ورکوونکو پیسې روسانو ته ورکړی، هغې روسیې ته چې په سوریه کې د اسد رژیم ملاتړ کوی او پر دغه هیواد یې یرغل کړی دی. پینتاګون ویلی چې بلک هاواک سیکورسکی هیلی کوپترونه به افغان هوایی ځواک ته ورکړی.
امریکا تراوسه پوری د دې لپاره د افغان هوایی ځواک لپاره روسی هیلی کوپترونه اخیستل چې تر امریکایی هغو ارزانه دی.
helicopter

Comments are closed.