وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

د غزنی او پکتیکا ولایتونو ځایې چارواکو د همغږۍ رامنځته کولو په موخه غونډه وکړه

12705532_223985794611818_257927959226973261_n

د غزنی او پکتیکا ولایتونو ځایې چارواکو د همغږۍ رامنځته کولو او د ګډو سرحدی سیمو د امنیت د ټینګښت په موخه غونډه وکړه،اود دواړو ولایتونو په لیری پرتو او سرحدی سیمو کی یې د امنیت د ټینګښت په موخه پرګډو پلانونو توافق وکړ.
د پکتیکا والی امین الله شارق او د یاد ولایت امنیه قومندان مل پاسوال زړور زاهد نن د په همدی موخه د غزنی ولایت ته راغلی وو او ددی ولایت له ځایې چارواکو سره یې په ګډه ناسته کی پریکړه وشوه،چی د دواړو ولایتونو په سرحدونو او اړونده سیمو کی د وسله والو مخالفینو پر وړاندی ګډه مبارزه کوی .
د دواړو ولایتونو لوړپوړو ځایې چارواکو په دغه غونډه کی پر یو لړ امنیتی پلانونو هم هوکړه وکړه،چی په عملی کیدو سره به یې ددغو ولایتونو پر امنیتی وضعی مثبتی اغیزی وکړی.
دغزنی والی محمد امان حمیم ددغی غونډی په څنډه کی د دواړو ولایتونو خلکو په تیره بیا ځوانانو ته ګوت څنډنه وکړه،چی د پردیو په لمسون دی نه تیر وزی بلکی د وسلی پر ځای دی قلم په لاس کی واخلی او د خپل هیواد په پر مختګ او ثبات کی دی ونډه واخلی.
دا په داسی حال کی ده چی تر دی مخکی د زابل او میدان وردګو ولایتونو ځایې چارواکی هم د همغږۍ رامنځته کولو او د وسله والو پر وړاندی د ګډی مبارزی په موخه غزنی ته راغلی وو.
راپوت: عبدالوکیل اشرفی

Comments are closed.