وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

د متقاعدینو حقوقو پېسې نه دی لیږدول شوې

د کار او ټولنیزو چارو وزارت تېره ورځ(یک‎شنبې د کب۶مه) وایی چې د مالیې وزارت تر اوسه پورې دوه میلیارډه او ۴۰۰میلیونه افغانۍ چې د متقاعدینو تنخواوې دی، د دې وزارت حساب ته نه دی لیږلی.
د یاد وزارت ویاند، عبدالفتاح عشرت احمدزی وایی چې تېر کال کې د کورناستو (متقاعدینو)د معاشونو د څه باندې دوه ملیارده افغانیو پر کموالی سربیره دغه وزارت سږ کال هم په دې برخه کې له مالی ستونزو سره مخ دی. ده زیاته کړه:«هغه پیسې چې د ۱۳۹۶ کال څخه موږ ته نه دی راکړل شوې او دوه میلیارده او ۴۰۰ میلیونه افغانۍ دی، او په ۱۳۹۷ کال کې رانکړل شی په دې کال کې به هم موږ له مالی ستونزو سره مخامخ ووسو او داسې شکایتونه به وی، لکه څنګه چې موږ په روان کال کې ورسره مخامخ یوو.» دی زیاتوی چې که سږ کال یوازې ۵۰۰میلیونه د متقاعدینو معاشونه د دې وزارت حساب ته راغلی دی. له بلې خوا ګن شمېر هغه تقاعد شوی کسان چې کلونه یې په دولتی ادارو کې کار کړی دی او له خپلو معاشونو یې حکومت ته مالیه هم ورکړې ده، د هغوی د کلنیو معاشونو د نه ورکولو له امله په ناوړه وضعیت کې دی. روګل یوه کورناستې شوې میرمن ده چې تر اوسه نه ده توانیدلې خپل معاش تر لاسه کړی. نوموړې له ناچارۍ اوښکې تویوی او حکومت د تقاعد شویو کسانو د معاشونو پر وړاندې بې پروا بولی. روګل زیاتوی:)هره ورځ د کور څښتن راځی او د کور کرایه غواړی، خو زه یې نلرم، له کومه یې ورکړم، په ستونزو کې ډوبه یم.( په داسې حال کې چې ۱۳۹۶ لمریز مالی کال پایته رسیدلې دی، خو دغه کورناستی شوی کسان هره ورځ د تقاعد د خزینې لوی ریاست ته ورځی څو خپل معاشونه تر لاسه کړی. متقاعد، عبدالله څرګندوی:«سره له دې چې موږ بایومتریک شوی یوو، خو کله وایی چې جدی کې راشئ، کله وایی چې سلواغې کې او کله هم وایی چې کب کې راشئ، تر اوسه موږ نه دی ترلاسه کړی.» دا لومړی ځل نه دی چې د کورناستو شویو کسانو معاشونه پر ټاکلی وخت نه ورکول کیږی بلکې تر دې وړاندې هم په ځلونو تقاعد شویو کسانو د خپلو معاشونو له نه ترلاسه کیدو سرټکولې دی.
ministry-labor

Comments are closed.