وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

د چابهار بندر له لارې هند ته د افغانستان د ځمکنیو صادراتو پیل

ولسمشر غنی وایی چې د چابهار بندر له فعالېدو سره به د افغانستان د صادراتو کچه دوه مېلیارد ډالرو ته ورسېږی.

ولسمشر غنی چې نیمروز ولایته تللی، نن له غرمې مخکې د دې بهیر پیل یې افتتاح کړ.

دا سوداګریزه جوپه چې ۵۷۰ ټنه افغانی صادراتی توکی دی، په ۳۲ باروړونکو موټرو کې د ورېښمو له بندره چابهار بندر ته او له هغه ځایه به هند ته ورسېږی.

ولسمشرغنی په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت په نیمروز ولایت کې جوړ شوی وو، وویل چې د چابهار بندر له فعالېدو سره به د افغانستان د صادراتو کچه دوه مېلیارد ډالرو ته ورسېږی.

د افغانستان د صادراتی توکو کچه، دوم‎ګړۍ یو مېلیارد ډالرو ته رسېږی.

 

د چابهار بندر هوکړه لیک د ۲۰۱۶ کال په مۍ میاشت کې د افغانستان، هند او ایران ترمنځ لاسلیک شو. دا بندر د اوبو له لارې افغانستان په مستقیمه توګه له هند او نورو هېوادونو سره نښلوی.

د هغې هوکړې له مخې چې د تېر کال په فبرورۍ میاشت ک د ایران او هند ترمنځ وشوه، تهران د چابهار بندر د یوې برخې اداره د ۱۸ میاشتو لپاره نوی ډیلی ته وسپاری.

ښاغلی مودی، چابهار بندر ته طلایی دروازه وویله او زیاته یې کړه چې هند کولای شی له دې لارې له افغانستان او د منځنۍ اسیا له نورو هېوادونو سره ونښلی.

د هغه هوکړه لیک پر بنسټ چې د هند او ایران ترمنځ د ۲۰۱۶ کال په مۍ میاشت ک لاسلیک شوی، هند باید د چابهاربندر په لومړۍ برخه کې د ۸۵.۲۱ مېلیون ډالرو په پانګونې او د کال له ۹۲.۲۲ مېلیون ډالرو عاید او له لس کلنې اجارې سره د کښتیو دوه لنګر ځایونه جوړ کړی.

Comments are closed.