د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسؤلین د یوه خبري کنفرانس پرمهال په بغلان کې وویل، چې په دغه ولایت کې په راوتلو سیلابونو کې سلګونه کورونه ویجاړ شوي او دغه راز ۴۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتي معینیت کفیل او د باختر خبري آژانس رییس مولوي ظیاالحق حقمل وویل، چې د راوتو سیلابونو له امله په دغه ولایت کې ۱۶۵ کسان شهیدان شوي، ۲۶۵ کسان ټپيان شوي، څه باندې ۴۰۰۰ کورونه په ټولیز ډول ویجاړ شوي، څه باندې ۲۰۰۰ کورونه قسماً ویجاړ شوي او ۱۰۰۰۰ څاروي تلف شوي دي.
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل، چې سیلاب ځپلو سره د مرستې په موخه د ولایت مقام له لوري یوه ځانګړې کمیټه جوړه شوې او دغه راز د اسلامي اردو، اسلامي پولیسو او ټولو امارتي ادارو په هڅو پر وخت په دغه ولایت کې د ژغورنې عملیات ترسره شوي او ۱۰۰۰ هغه کسان یې ژغورلي چې د سیلاب له خطر سره مخ وو.
هاشمي وویل، چې ټولګټو وزارت د نورو وزارتونو سره په همغږۍ او همکارۍ د بغلان د برکې، جلګې، خوست، نهرین او فرنګ ولسوالیو بندې لارې خلاصې شوي او زمینه برابره کړې څو اړوندې ادارې پر وخت ټپیان، درمل او نور اړین توکي تر سیلاب ځپلو سیمو ورسوي.
دغو مسؤلینو وویل، چې عامې روغتیا ریاست د ملي دفاع وزارت د چورلکو په مرسته د سلګونه ټپیانو او ناروغانو پر وخت درملنه کړې او لاهم د بغلان په سیلاب ځپلو سیمو کې خلکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
اندړوال
Comments are closed.