وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز

جگړه او زموږ ټولنیز معنوي زیانونه

191

د افغان ولس وضعیت د ملت په توګه ورځ تر بلې خرابیږي. د جګړې اوږدېدو زموږ د ملت مادي او معنوي هستۍ لوټ کړې. په هیواد کې هغه خویونه -عادتونه چې پخوا عیب بلل کېدل اوس د فخر باعث ګرځي؛ حکومتداري د خلکو د خدمت پر ځای د امتیازونو په را ټولولو او فیسبوکي تبلیغاتو پورې محدوده شوې؛ تر ټولو مهم ټکی دادی چې مطلقه افغان وژنه په درز روانه ده او هر لوری یې مخالف طرف دښمن بولي او د مړیو شمېرې یې په ډېر ویاړ اعلانوي. پخوا به چې کله کوم چارواکی په رشوت اخیستو تورن شو او خبره به یې بیرون ته را ووته نه یوازې دی بلکې اولادونو به یې له شرمه چا ته په سترګو کې کتلی نه شوای او حتی خپله سیمه به یې پرېښوده او بل ځای ته به کډه کېدل. متأسفانه اوس د بډو، چور، غلا او پردیو ته د خدمت له لارې شتمن شوي کسان د ګران بیه موټرانو له کاروان سره ګرځي او په لسهاوو ساتونکي یې شا ته روان وي؛ په ناروا او حرامو ګټل شویو پیسو لوی لوی کورونه او لوړ پوړې ودانۍ جوړیږي او دا د عزت نښه بلل کیږي. دولتي دندو نور د مثبت او تولیدي کار مفهوم له لاسه ورکړی، له لومړۍ ورځې په مبارکیو، چپنې پر اوږو اچولو او عکسونو اخیستلو پیل شي او د نمایشي او فیسبوکي تبیلغاتو په څپو کې ادامه پیدا کړي. دولتي دندې نور د عمراني او خدماتي چارو ترسره کولو معنی نلري، فقط یوازې ځانته تبلیغات دي، بې مفهومه غونډې او د بې معنی مناسبتونو نمانځل دی او بس!

کله چې کوم ولایت کې امنیتي وضعیت خراب شي نو والیان پوځي کالي واغوندي، ټوپک غاړي ته واچوي، په ایرکنډیشنر لرونکي موټر کې ځان تر یوې دښتې ورسوي او په داسې حال کې چې ساتونکو محاصره کړی وي او تر وسله والو کسانو کمره مینان ور سره ډیر وي یو څو عکسونه واخلي په فیسبوک کې یې شریک کړي او دفتر ته ستون شي؛ د مثال په توگه زموږ د نوې حکومتولۍ یوه مسخره صحنه هغه وه چې د جنګ ځپلي افغانستان د کورنیو چارو نوي ګومارل شوي وزیر په تېرې روژې میاشت کې سړکونو ته وتلی ؤ او ماښام مهال یې پر عابرینو خُرما ویشله، حال دا چې په همغو ورځو کې کابل هره ورځ د وژنو، غلاګانو او مقناطیسي ماینونو د چاودنو شاهد ؤ. خو لکه پاس چې ذکر شول تر ټولو ناوړه تغییر دا دی چې دې ناولې او پردۍ جګړې افغانان پخپلو منځونو کې سره لاس او ګریوال کړي، سره جنګوي یې او بیا هر یو په ډېر ویاړ د بل لوري مړي شمېري او ارقام یې اعلانوي. ددې ناولې لوبې عمر اوس تر څلورو لسیزو هم واوښت. هر لوري ته داسې کسان ورځ تر بلې د «پرمختګ» پوړۍ طی وهي چې د دې چل یې زده دی چې د نورو له بربادۍ څنګه ځانته ګټه اوچته کړي. په دې مینځ کې اولس د ژرندې د دوو پلونو تر منځ اوړه کیږي؛ فقر هره ورځ زیاتیږي، د بې ځایه شویو افغانانو شمېر تر څلور نیم میلیون اوښتی او ځوانان له وطنه په تېښته دي. د دې بد وضعیت لامل د غاصب او اشغال کوونکي استعمار حاکمیت دی چې کله په یو ډول او کله په بل ډول زموږ په سرنوشت حاکم شوی خو ترې د خلاصېدو لاره  یې صرف او صرف سوله او د ورور وژنې خاتمه ده او بس. د هغې ورځې په تمه چې سوله راشي. ویسا

 

Comments are closed.