وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

داوودزی: دولت د قطر له خبرو په جریان کې و

د سولې عالی شورا د دارالانشاء رییس، محمدعمر داوودزی وایی په قطر کې د طالب مشرانو او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د ناستې په تړاو، د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد کابو هره ورځ ولسمشر غنی ته د ټلفون له لارې مالومات ورکول.

ښاغلی داوودزی نن(یک‎شنبې د وری په څلورمه نېټه) کابل کې د خبری ناستې پرمهال زیاته کړه:« تر هغه ځایه چې زه خبر یم، کابو هره ورځ خلیلزاد ولسمشر غنی ته زنګ وهلی او جزئیات یې ورکړی دی، خو دا چې څه یې ویلی دی، جزئیات دی، خو خبر یې درلود.»

امریکا متحده ایالاتو او د طالبانو استازو د ۱۳۹۷ کال د کب په شپږمه نېټه قطر کې سره خبرې پیل کړې، په دې ناسته کې د افغان حکومت استازو ګډون نه درلود او دغو خبرو کابو شپاړلس ورځې دوام وکړ.

داوودزی همداراز د قطر راتلونکې ناستې په اړه وویل چې ‎د سولې عالی شورا سره یې طرحې شریکې شوې دی او اوس مهال پرې بحث روان دی.

ده زیاته کړه:«د راتلونکې ناستې کوربه یو اکاډمیک بنسټ چې مشر یې د ډاکټر برکا په نامه یو کس دی، دوی له موږ سره په اړیکه کې دی، د سولې عالی شورا سره یې طرحې شریکې کړې دی، موږ پرې بحث کوو، په حکومت کې د ننه هم پرې بحث روان دی، خو تر اوسه یې پایله نه ده څرګنده.»

ټاکل شوې ده چې دا غونډه د وری میاشتې په ۲۵مې او ۲۶ مې نېټې د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شی.

د سولې عالی شورا د دارالانشاء رییس د راتلونکې جوړېدونکې مشورتی لویې جرګې کې د طالبانو د ګډون په تړاو وویل که د یادې ډلې استازی په جرګه کې ګډون کوی، دوی به یې هرکلی وکړی.

هغه وړاندې وویل::‎«‎دا بحث هم تر غور لاندې دی، خو تر اوسه پورې دا نه ده ټاکل شوې چې د سولې په مشورتی جرګه کې د طالبانو استازی هم راوبلل شی او که نه؟ که راوبلل شول، نو بیا په دوی پورې تړاو لری دا چې ګډون کوی او که نه؟»

ټاکل شوې د سولې مشورتی لویه جرګه د غویی میاشتې په نهمه نېټه ترسره شی.

 

داودزی

Comments are closed.