نیوزلنډ کې پر لمونځ کوونکو د برید اصلی تورن محکمې ته حاضر شو
نیوزلنډ کې پر دوو جوماتونو کې پر لمونځ کوونکو د برید او ۴۹ مسلمانانو د وژلو اصلی تورن محکمې ته حاضر شو.
دغه کس چې «برنټون ټرنټ» نومېږی او د اسټرالیا وکړی دی، په وژنې تورن دی او ټاکل شوې چې راتلوونکې زیږدیزه میاشت د دویم ځل لپاره محکمې ته راشی.
د نیوزلنډ په دولتی بنسټونو کې د دغه هېواد بیرغ نیم ځوړند دی، د دغه هېواد لومړی وزیر جاسینډا ارډرن له مسلمانانو سره د دغه هېواد د وګړو او پر یووالی او همدردۍ ټینګار کوی.
د نیوزلنډ یو ستر شمېر وګړو د کرایسټ چرچ ښار کې د نور جومات تهڅېرمه د دغو دو بریدونو د قربانیانو پر یاد سره راغونډ شول.
د نیوزلنډ په ګرایسټ چرچ ښار کې پر دوو جوماتونو له وسلهوال برید یوه ورځ وروسته د دغه هېواد خلک په دوو ځایونو د دغې پېښې د قربانیانو یادغونډه جوړه کړه او خپل د همدردۍ پیغامونه یې ولیکل.
د دغه برید اصلی تورن ۲۸ کلن ترنټون ټرنټ د اسټرالیا وګړی دی، د جمعې په ورځ (د کب په ۲۴ مه) محکمې ته حاضر شو او ټاکل شوې چې د هغه دویمه محکمه د راتلوونکې زیږدیزې میاشتې په پنځه نېټه ترسره شی.
هغه افراطی لیدلوری لری او په ټولنیزو شبکو کې په خپلو بیانیو کې ویلی چې لوېدیځو هېوادونو کې د مسلمانانو له حضور او ګډوالۍ سره مخالف دی.
تېره ورځ د نیوزلنډ پولیسو د دغې پېښې په تړاو یې څلور تنه ونیول چې د هغوی یو تن له پلټنو وروسته ازاد کړل شو.
د نیوزلنډ د پولیسو کمېشنر مایک بوش وویل:«موږ څلور تنه ونیول چې د هغوی یو تن ازاد کړل شو. هغه د دغه هېواد یو وګړی و چې غوښتل یې خپل ماشومان له ښوونځی کور ته بوځی او پرېکړه یې کړې وه چې وسله ورسره وی. یو خاوند او مېرمن هم نیول شی چې په دغې پېښه کې د هغو د ګډون په اړه زموږ پلټنې روانې دی.»
د نیوزلنډ د څلور اعشاریه پنځهوېشت مېلیون نفوس له ډلې یوازې یو اعشاریه یو سنله یې مسلمانان دی چې ډېری یې له نورو هېوادونو نیوزلنډ ته کډه شوی دی.
د نیوزلنډ د مسلمانانو ټولنه له دې مخکې هېڅکله د داسې پېښې شاهده نه وه.
Comments are closed.