وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

خلیلزاد هیله لری چې له ټاکنو مخکې له طالبانو سره سوله وشی

خلیلزاد تېره ورځ (جمعه د سلواغې په ۱۹ مه) په واشنګټن کې د سولې په انسټېټیوټ کې، قطر کې له طالب استازو سره د خپلې مذاکرې په اړه وینا کوله وویل:«د افغانستان لپاره به غوره وی، که‎چېرې مو وکړای شو له ټاکنو مخکې چې په جولای میاشت کې پلان شوې دی د سولې یوې هوکړې ته ورسېږو.»

هغه زیاته کړه:«موږ د سولې د یوې هوکړې په لټه کې یوو، نه د بهر کېدو د هوکړه لیک. د سولې یو هوکړه‎لیک کولای شی چې د بهر کېدو اجازه ورکړی.»

ښاغلی خلیلزاد همدارنګه وویل:«ټاکنې د سولې هوکړه‎لیک لا پېچلی کوی.»

زلمی خلیلزاد چې په تېرو څلورو میاشتو کې څلور ځله یې له طالب استازو سره مذاکره کړې ده، د یوه هوکړه لیک لیرې لید ته خوشبینه دی او حتا د چارچوټ لاسوند یې هم اعلان کړ، خو ټینګار یې وکړ چې هېڅ څیز هم وروستی شوی نه دی.

ښاغلی خلیلزاد دا هر څه په داسې حال کې بیانوی چې افغان سیاستوالو او طالب استازو په مسکو کې د سولې په اړه سره مذاکره وکړه، چې د ځینو ګډون کوونکو لخوا دا غونډه برخلیک جوړونکې بلل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې په ۱۷ مه) ویلی چې د هغه اداره، د طالبانو په ګډون له افغان ډلو سره د برخلیک ټاکونکې مذاکرې په حال کې دی او اوس د سولې د هڅې لپاره وخت دی.

هغه چې د امریکا په کانګرس کې خپله دویمه کلنۍ وینا کوله، وویل چې له طالبانو سره به مذاکره دوام پیدا کړی او امریکا به وتوانېږی چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر کم کړی او د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته تمرکز وکړی.

خلیلزاد هیله لری چې له ټاکنو مخکې له طالبانو سره سوله وشی

Comments are closed.