وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

استازی: کابینه کې دې د سرپرستۍ فتنه پای ته ورسول شی

د ولسی جرګې ځینې غړی وایی چې د حکومت مشران باید د نوماند وزیرانو سرپرستۍ ته دې ژر تر ژره د پای ټکی کېږی. ترڅو په دغو وزارتونو کې کارونه په سمه توګه مدیریت شی.
دغه استازی وایی سرپرستان اجرایی واک نه‎لری او دا کار د دې لامل شوی چې په زرګونه هېوادوال د هېواد د وزارتونو د دروازو تر شا بې برخلیکه پاتې شی. د ولسی جرګې غړی خالد پشتون په دې اړه وویل:)پارلمان یو ځل بیا پر حکومت غږ کوی او په جدی توګه غواړی چې د کابینې د وزیرانو بشپړ نوملړ دې ولسی جرګې ته واستوی ترڅو د حکومت کابینه بشپړه شی او د ولسی جرګی هم هغوی ته صندوق کېږدی او ورته رایه ورکړی). په همدې حال کې زلمی سالارچې د کورنیو چارو وزارت یو افسر دی، له هغو زرګونه دولتی کارکوونکو څخه دی چې د وزیرانو د سرپرستۍ له کبله یې د تبدیلۍ حکم نه دی پلی شوی او اوونۍ اوونۍ یې په کابل کې په بې برخلیکه وضعیت کې تېرې کړی دی. زلمی په کندهار کې د کورنیو چارو وزارت اړوند افسر دی چې غواړی د عامه محافظت ریاست ته تبدیل شی. زلمې سالار په دې اړه وایی:)غوښتنه مې کړې وه چې د کندهار له امنیه قومندانۍ څخه محافظت عامه ته تبدیل شم، د کورنیو چارو وزارت سرپرست هم حکم را کړ، خو ستونزه دلته ده چې دا حکوم اجرایی نه دی ځکه چې د کورینو چارو وزیر سرپرست دی.( خو حکومت یو ځل بیا وایی ولسی جرګې ته د ټولو نوماند وزیرانو پر پېژندو ټینګار کوی. د اجراییه رییس د ویاند مرستیال امید میثم څرګنده کړه:)د حکومت مشرتابه ژمن او واجد شرایط کسان معرفی کړی او په پارلمانی چارو کې د دولت د وزیر مسوولیت دی چې په ولسی جرګه کې د خلکو له استازو سره همغږی کړی ترڅو په یوې مشخصې ورځې دغه نوماند وزیران د رایې د ترلاسه کولو لپاره پارلمان ته ولاړ شی.( دم‎ګړۍ د ملی یووالی حکومت د کابینې کابو ۱۰ وزارتونه د سرپرستانو له خوا اداره کېږی. دا په داسې حال کې ده چې د دغه حکومت له پیله، هېڅکله یې کابینه بشپړه شوې نه ده. وبه لیدل شی چې حکومت به نېږدې راتلونکی کې ولسی جرګې ته د ټولو نوماند وزیرانو د نوملړ پر استولو به بریالی شی او که څنګه؟
03_afghan_3

Comments are closed.