د بلک واټر امریکایی خصوصی امنیتی کمپنی کوښښ کوی د افغانستان جګړې ته راودانګی
د رویټرز خبری آژانس په یوه تازه راپور کې لیکلی دی چې د بلک واټر امنیتی امریکایی کمپنۍ غواړی د امریکا دولت چارواکو ته قناعت ورکړی چې د افغانستان جګړه دې خصوصی جنګی شرکتونو ته پریښودل شی.
سرچینه وایی چې د یاد شرکت مشر اریک پرنس غوښتنه کړې ده چې په افغانستان کې د ترهګرو د ټکولو لپاره خصوصی جګړه ماران لاس په کار شی.
ویل کیږی چې نوموړی د امریکا له ځینو لوړپوړو چارواکو سره په دې اړه خبرې اترې کړی دی او یاده طرح یې د امریکا له استخباراتی سازمان سی آی اې سره هم شریکه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې افغان چارپوهان د دې نظریې کلک مخالف دی او په دې اند دی چې که د افغانستان جګړه خصوصی جګړه مارانو ته ورکړل شی نو دا به هم د امریکا او هم د افغانستان لپاره د یوه نوی کړکیچ پیلامه وی.
Comments are closed.