وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

د افغانستان د مېوې صادرات ۸٪ زیات شوی

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایی؛ د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د افغانستان د تازه مېوو صادرات د تېر کال د ورته وخت پرتله اته سلنه ډېر شوی دی.
سږ کال ۹۰ زره ټنه انگور، انار او زدالو بهر ته استول شوی چې د تېر کال پرتله اته سلنه زیاتوالی ښییی.
د چارواکو په وینا، د صادراتو د کچې د زیاتوالی لامل دا دی چې د افغانستان او هند ترمنځ هوایی دهلیز رامنځته شو او پاکستان هم سږ کال د افغان مېوې د ټرانزېټ پر وړاندې خنډونه جوړ نه کړل.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې د صنایعو او صادراتو د ودې مسوول میر زمان پوپل هند ته د الوتکې له لارې د مېوې لېږدولو دهلېز هم د دې صادراتو د زیاتېدلو یو لامل بولی:
“پروسږ کال ۱۱۴ میلونه ډالر د مېوې صادرات و او سږ کال اولو څلورو میاشتو کې ۱۲۴ میلیونه صادرات شوی دی.”خو په ورته مهال زیاتوی چې پاکستان هم د تېرو کلونو په څېر د افغان مېوې په مخ د لارې بندولو یا نورې ستونزې جوړې نه کړې.
وچه او تازه مېوه د افغانستان د صادراتو ډېره برخه جوړوی، خو د لېږلو لپاره یې پر پاکستان تکیه دی.
دغه هېواد تېرو کلونو کې ډېر ځلې لار په داسې مهال وتړله چې افغان مېو به بهر ته د صادرېدو لپاره تیاره وه.
افغانستان دغې ستونزې ته د ځواب ویلو لپاره د لومړی ځل لپاره په تېرغبرګولی کې هند ته د الوتکې له لارې د مېوې صادرات پیل کړل.
تراوسه له کابل او کندهار هند ته اونۍ کې د دوو الوتکو له لارې مېوه لېږدول کېږی.
د افغانستان مېوه اوس د ایران له چابهار بندر دغه هېواد او عباس بندر له لارې ځینې نورو هېوا ته هم لېږدول کېږی.
د افغانستان د سوداګرۍ او صناعیو خونه وایی، په دغه پرمختګ سره به د مېوې د صارداتو کچه د روان کال تر پایه ۲۰ سلنې ته لوړه شی.
د تازه مېوو او سبزو د صادروونکو ټولنې مشر اختر محمد احمدی وایی، سوداګر سږ کال له خپل کاروبار ډېر خوشال دی.

_97796028_gettyimages-164226272

Comments are closed.