وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

روسیه وایی، امریکا په افغانستان کې له نشه یی توکو سره رښتینې مبارزه نه کوی

روسیه وایی، امریکا په افغانستان کې له نشه یی توکو سره رښتینې مبارزه نه کوی او دغه مبارزه شکمنه ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له لوری په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې د امریکا په موجودیت کې د نشه یی توکو کر کېله ډېره شوې ده او ورځ تر بلې وده کوی.
خبرپاڼه وایی، د افغانستان درېیمه برخه جمعیت د نشه یی توکو پر کرکېله او کارو بار لګیا دی او غیر قانونی وسله وال هر کال نږدې ۴۰۰ میلیونه ډالر د نشه یی توکو له درکه تر لاسه کوی.
سرچینه وایی، له افغانستانه هر کال سلګونه ټنه نشه یی توکو قاچاق کېږی او همدا راز لسګونه ټنه هغه مواد دغه هېواد ته وړل کېږی چې د نشه یی توکو په تولید او پروسس کې کار ترې اخیستل کېږی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د نشه یی توکو د کارو بار پراختیا او کر کېله د جدی اندېښنې وړ بللې ده او په افغانستان کې یې پر مېشتو بهرنیو ځواکونو غږ کړی، چې له دغه پدېدې سره دې د مبارزې په برخه کې رښتینی شی.
n00097299-b

Comments are closed.