وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

ترکیه کې زرګونه کسانو د اسراییلو ضد لاریون وکړ

په ترکیه کې زرګونه کسانو د اسراییلو د وروستیو اقداماتو په غبرګون کې لاریون کړی او له اسرائیلو یې غوښتی، چې د فلسطین پر وړاندې خپل وحشتونه ودروی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه لاریون په الاقصی کې د اسراییلی ځواکونو د وروستیو وحشتونو په غبرګون کې شوی دی.
رسنۍ وایی، د دغو لاریوون کوونکو شمېر تر لسو زرو کسانو رسېده، چې د ترکیې پلازمېنه استانبول ښار کې په لار اچول شوی و.
ترکانو په دغه لاریون کې د ترکیې او فلسطین بیرغونه له ځان سره لېږدول او د اسراییلو ضد شعارونه یې ورکول او ویل یې (اقصی زموږ ویاړ دی).
دوی له اسراییلی رژیم غوښتی چې د فلسطین پر وړاندې دې خپل وحشتونه بند کړی او اسلامی مقدساتو ته دې سپکاوی نه کوی.
n00096746-b

Comments are closed.