وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

پاکستان پر ډېورنډ فرضی کرښه او پر افغان کډوالو نظارت سختوی

د پاکستان پوځی چارواکی وایی، په خپل هېواد کې به پر افغان کډوالو او دغه راز د ډېورنډ پر فرضی کرښه نظارت سخت کړی.
دغه څرګندونې د پاکستان د پوځ ویاند جنرال آصف غفور تېره ورځ په یوه خبری کنفرانسکې وکړې او زیاته یې کړه، چې دغه اقدامات یې د امنیت د تامین په خاطر دی.
نوموړی زیاته کړه، چې پر ډیورنډ کرښه یې یو اړخیز اقدامات پیل کړی دی او هڅه کوی د امنیت د خوندیتابه لپاره دغه اقدامات سخت کړی.
دغه راز هغه و ویل، چې په پاکستان کې به پر مېشتو افغان کډوالو نظارت کوی او هر څه به کنټرولوی. د آصف په خبره په پاکستان کې د امنیت د ټینګولو لپاره همدا دوه لارې پاتې دی. د نوموړی په وینا، دوی پر ډیورنډ فرضی کرښه د اغزن سیم کشول پیل کړی او د افغان حکومت له مرستې پرته هڅه کوی د دغه کرښې امنیت ټینګ کړی.
د پاکستان د پوځ ویاند زیاته کړه، چې ۲ سوه زره پاکستانی پوځیان په ۱۰۰۰ نوو ایجاد شوو پوستو او نظامی مرکزونو کې د دغه پولې ساتنه کوی، په داسې حال کې، چې په وینا یې افغان حکومت یوازې ۲۰۰ پوستې جوړې کړې دی. که څه هم افغان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی، خو وړاندې له دې یې پر ډېورنډ فرضی کرښه د پاکستان هر ډول اقدامات غندلی او ویلی یې دی، اجازه به ورنکړی، چې پاکستان پر دغه کرښه کوم اقدام وکړی.
n00096287-b

Comments are closed.