وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

وال سټرېټ ژورنال: اروپایی ټولنه د حکومت او حکمتیار تر منځ د شوې موافقې د مالی ملاتړ له پاره چمتوالی نیسی

وال سټرېټ ژورنال ورځپاڼه وایی، اروپایی ټولنه د سولې د هغه تړون د مالی ملاتړ له پاره چمتوالی نیسی، چې د افغان حکومت او اسلامی حزب تر منځ شوی دی.
د عقاب خبرگزاری غنی-حکمتیار-2د خبر له مخې دغه ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلی، چې اروپایی ټولنه د دغه موافقې د عملی کېدو له پاره د میلیونو ډالرو مالی ملاتړ پر چمتوالی بوخته ده.
ورځپاڼې ویلی، یاده ټولنه هیله منه ده، چې دغه مالی مرستې چې له افغانستان سره یې کوی، د سولې د دې موافقه لیک له عملی کولو سره به مرسته وکړی.
ورځپاڼې دا هم لیکلی، چې په دې کار سره ښایی د دې جګړه ځپلی هېواد نورې وسله والې ډلې هم وهڅېږی، څو له افغانستان حکومت سره د سولې ورته تړونونه لاسلیک کړی.
اروپایی تولنه د سولې په تړاو د دې موافقې د عملی کېدو له پاره پر داسې مهال د مالی ملاتړ د چمتوالی خبر ورکوی، د حکومت او اسلامی حزب تر منځ د شوې موافقې شپږ میاشتې تېرېږی، خو لا یې هم ځینې برخې نه دی عملی شوې.
له دغه برخو څخه یې یوه هم له نظام سره د حکمتیار یو ځای کېدل، په کابل کې د هغو د استوګنې ځای، د زندانیانو خوشی کېدل، او د حزب د غړو له پاره د استوګنې د ځای برابرول دی.
خو افغان حکومت وایی په نېږدې راتلونکې کې به د حزب اسلامی یو شمېر زندانیان له بنده خوشی کړی او په راتلونکو دوه اونیو کې به د موافقې نورې برخې هم عملی شی.
په ورته وخت کې د اسلامی حزب غړو ویلی، چې په نېږدې راتلونکې کې به د دوی مشر ګلبدین حکمتیار د افغانستان په یوه ولایت کې راڅرګند شی.

Comments are closed.