وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

په هیواد کې د زعفرانو کرکېله د تېر کال په پرتله زیاتوالی ښیې

سږنی کال د زعفرانو کرکیله له زرو هکتارو څخه ۲۸۰۰ هکتاره ځمکې ته لوړه شوی چې دا د تېر کال په پرتله ۲۵۰هکټاره زیاتوالی ښیې.
د کرنې وزارت شمېرې ښیی چې سږنی کال د افغانستان بزګرو شپږ میتریک ټنه زغفران تر لاسه کړی؛ په داسې حال کې چې تیرکال دغه حاصلات درې نیم متریک ټنه وو.
د کرنې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د دغه لوړوالی لاملونه بیانول وویل چې د دغه زیاتوالی ستر لامل د افغانستان د حکومت هغه رغنده تګلارې دی چې له امله یې د زعفرانو د کرونکو بزګرانو سره مالی مرستې او ملاتړ زیات شویدی. ده وویل:”د افغانستان د زعفرانو په اخیستلو کې د عربی هېوادونو د لیوالتیا  راماتول، او د چین او افغانستان تر منځ د زعفرانو د خرڅلاو هغه هوکړه لیک ته اشاره وکړه چې د سږکال په لومړیو کې لاسلیک شوی و.”
ښاغلی ضمیر وویل د کرنې وزارت په پام کې لری چې د زعفرانو د وچولو لپاره یو شمېر ماشینونه هم د دې برخې د پانګه والو په واک کې ورکړی چې په دې برخه کې نورې اسانتیاوې هم رامنځته شی. 
هغه وویل: بد دغو ماشینونو په ویشلو سره به د افغانستان زغفران په چټکۍ سره نړیوالو ته ورسول شی.
د کرنې وزیر په ډاګه کړه چې اوس مهال د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په ۳۱هغو کې زعفران کرل کیږی.  په افغانستان کې د زعفرانو کرکیلې داسې مهال پراختیا موندلې چې تیر کال یې د نړۍ د ۳۰۰ ډوله زغفرانو په منځ کې د غوره زغفرانو مقام د دریم ځل لپاره د نړیوال انستیتوت له خوا په بروکسل کې خپل کړ.

zaffran_19-dec-2016

Comments are closed.