وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

حزب اسلامی وایی، د طالبانو قوماندانان د سولې خبرو ته حاضرولی شی

2-102

د حزب اسلامی د مرکچی پلاوی مشر محمد امین کریم وایی، یو شمېر طالبان د افغانستان له حکومت سره سولې ته حاضرولی شی.
ښاغلی کریم وویل چې طالبانو له دوی څخه غوښتی چې د افغانستان د حکومت او دې ډلې ترمنځ د سولې د خبرو منځګړتوب وکړی.
ښاغلی کریم وویل، که د افغانستان حکومت وغواړی حزب تیار دی چې د دولت او طالبانو د سولې د خبرو منځګړتوب وکړی.
ښاغلی کریم د چهارشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې د ملا رسول پر ډلې سربېره د هیبت الله د ډلې د طالبانو قوماندانانو د سولې خبرو ته لېوالتیا ښودلې ده.
د حزب اسلامی د مرکچی پلاوی مشر وویل چې د ملا رسول ډله هم د سولې خبرو ته حاضرېږی.
په همدې حال کې ځینی راپورونه وایی چې د ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو وروسته طالبان له مالی ستونزو سره مخامخ شوی دی.
په افغانستان کې د ناټو ویندوی چارلس کلیفلینډ هم تایید کړه چې طالبان له مالی تنګسې سره مخامخ شوی خو ویې ویل چې دا ډله لا هم دومره مالی ملاتړ کوونکی او منابع لری چې جګړې ته پرې دوام ورکړی.

Comments are closed.