وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

ولسمشرغنی: برېتانیا کې د افغان پناه غوښتوونکو حقونوته باید درناوی وشی

n00080899-b
افغان ولسمشر محمد اشرف غنی د برېتانیا هېواد له دفاع وزیر سره د کتنې پر مهال ویلی، چې برېتانیا کې له افغان کډوالو سره چلند او د هغوی د دوسیو څېړل باید د قوانینو مطابق او د هغوی د حقونودرناوی ته په پام ترسره شی. د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر غنی وړمه ورځ په ارګ کې د برېتانیا له دفاع وزیر سر وکتل او دواړ خواو افغانستان پر امنیتی حالت او د کډوالو پر ستونزو خبرې اترې وکړې. په دغه کتنه کې د برتانیا د دفاع وزیر مایکل فالون و ویل، چې د مهاجرینو موضوع کولای شی د دواړو هېوادونو د اړیکو په څرنګوالی اغېز ولری. هغه زیاته کړه، دا ځکه چې د تېر برخلاف د ملی یووالی حکومت د پناه غوښتونکو اجباری اېستل نه منی. افغان ولسمشر ښاغلی غنی د کډوالو موضوع پېچلې وبلله او ویې ویل، چې له افغانستانه د وتلو او اروپا ته د جذب عوامل باید وڅېړل شی. دغه راز ولسمشر وویل، د انسان د قاچاق او جنایی جرمونو د پېچلو شبکو په هکله چې د کډوالو د انتقال لپاره زیاتې پیسې ترلاسه کوی کار وشی، چې یادې شبکې له منځه لاړې شی. افغان ولسمشر زیاته کړه، چې له کډوالو سره چلند او د هغوی د دوسیو څېړل باید د قوانینو مطابق او د هغوی د حقونودرناوی ته په پام ترسره شی. ښاغلی غنی دا هم وویل، حکومت مسوولیت لری چې هېواد ته راستنېدونکو افغانانو ته شته امکاناتو ته په پام هوسا ژوند برابر کړی.

Comments are closed.