وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

ګوګل ترجمان د خپلو ژبو په لست کې ۱۳ نورې ژبې زیاتې کړې

google

ګوګل ترجمان د خپلو ژبو په لست کې ۱۳ نورې ژبې چې په ټولیز ډول یې د ویونکیو شمېر له ۱۲۰ میلیونه کسانو څخه اوړی ورزیاتې کړې.
تاند لومړنۍ پښتو خبری رسنۍ وه چې په ګوګل کې یې د پښتو ژبې د ورزیاتولو په هکله تېره شپه وروسته له هغه خپلو لوستونکیو ته راپور خپور کړ چې په جرمنی کې یوه استوګن ځوان فعال وزیر ځدراڼ خبر ورکړ.‌
په ۱۳ نویو زیاتو شویو ژبو کې په پښتو سربېره امهریک، کوریسکن، فریژیان،‌ قرغزی، هاوایان، کردی (کرمانجی)، لوګزامبورګی، ساموان،‌ ګایلیک، شونا،‌ سندی او کوسا ژبې شاملې دی.‌
د دغو نویو ژبو په ورزیاتولو سره د ګوګل ترجمان د ژبو شمېر ۱۰۳ ته ورسېد.
د ویرج خبری سایټ لیکی چې،‌ په نویو زیاتو کړای شویو ژبو کې د سکاټلنډ ګایلیک ژبه یوازې ۵۷ زره ویونکی لری په داسې حال کې چې پښتو بیا په کې له ۴۵ میلیونه څخه ډېر ویونکی لری.‌
د ویرج خبری سایټ د ګوګل له قوله لیکلی چې نوې زیاتې کړای شوې ژبې د ترجمې په برخه کې لا هم ستونزې لری او د ژبو له ویونکیو او مسؤلو مقاماتو څخه غواړی چې د ژبو په سمونه کې ورسره مرسته وکړی.‌
ویل کیږی چې،‌ د افغانستان حکومت په تېرو کالونو کې د مایکروسافټ د کمپنۍ له خوا په پښتو کې د جوړ شوی آفس پروګرام پرانسته په دې پلمه وځنډوله چې په دری کې دې هم جوړ کړای شی په داسې حال کې چې مایکروسافټ له دې امله چې په پاړسی کې یې لری د دری پروګرام له جوړولو څخه ډډه کړې وه.‌ دا به وروسته معلومه شی چې د افغانستان حکومت له ګوګل سره د پښتو ژبې په سمونه کې څه کوی.‌

Comments are closed.