وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

کولمبیا وایی د تاریخ تر ټولو ستره خزانه یې موندلې

کولمبیا وایی د تاریخ تر ټولو ستره خزانه یې موندلې

د کولمبیا ولسمشر جان مانوال سانتوس د هغې بېړۍ د موندل کېدو اعلان وکړ چې ۳۰۰ کاله پخوا ډوبه شوې وه او تر ټولو ستره خزانه، چې تراوسه پوری په تاریخ کې نه ده لیدل شوړې، پکې ده.
سانتوس دا اعلان نن /یکشنبه/ وکړ، ویې ویل، پلټونکو د دې هسپانیایی بېړۍ، چې په ۱۷۰۸ میلادی کال د بریتانیا له جنګی بېړیو څخه د ژغورلو د هڅې په مهال له ۶۰۰ تنو سره ډوبه شوې وه، موقعیت تایید کړی دی.
باور کېږی چې په دې بېړۍ کې ۱۱ ملیونه طلایی سکې او مرغلرې بار وې چې د ترلاسه کېدو په صورت کې په ملیاردونو ډالره ارزښت لرلی236 شی.
سانتوس وویل چې د ډوبې شوې بېړۍ دقیق ځای لا څرګند شوی نه دی.
دی وایی چې حکومت به په کارتاګینا ښار کې د دغو اثارو د ساتنې لپاره یو موزیم جوړ کړی.
امریکایی کمپنۍ سی سرچ ارمدا (Sea Search Armada) ادعا کړې چې د بېړۍ ځای یې په ۱۹۸۲ م کال کې په نښه کړی دی. د دې کمپنۍ او د کولمبیا د حکومت ترمنځ د دې خزانې پر سر لانجه هیڅکله حل شوې نه ده. (تاند)

Comments are closed.