وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

د بشری حقونو څار: افغانان د نړۍ د کډوالو دوهمه لویه ډله ده

21-90x90.jpgللل
د بشری حقونو د څار ادارې په یوه تازه راپور کې افغانان د نړۍ په کچه دوهمه د کډوالوتر ټولو لویه ډله بللې ده.
افغانان د سوریې تر وګړو وروسته د کډوالۍ له اړخه دوهمه لویه ډله ده چې هیواد پریږدی او د خوندی هیوادونو په لور خوځیږی.
جنګ جګړې، اوزګارتیا، زورزیاتی او له جنګ سالارانو او سیمیزو زورواکانو د ډیری افغانانو ویره هغه لاملونه دی چې ډیری افغانان یې په تیر یوه کال کې دې ته اړ ایستلی چې له ملکه وتښتی.
ډیری دغه افغانان د ایران او ترکیې له لارې اروپا ته د تلو هڅې کوی.
د بشری حقونو څار نړیوالې ادارې په رپور کې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شوی راغلی، افغانان د نړۍ په کچه تر اوسه پوری یعنی د ۲۰۱۵ کال تر همدې میاشتې پوری ۱۳ سلنه ټول کډوال جوړوی.
د افغانستان د حکومت تخمینی شمیرې ښیی چې نږدې یو سلو شل زره کسانو په روان کال کې له افغانستان څخه د اروپا پر لور په خطرناکو لارو حرکت کړی او دوی اوس نه پوهیږی چې څومره هغه یې منزل ته رسیدلی او څومره یا په لاره ورک شوی، وژل شوی او یا هم د بیلا بیلوهیوادونو له لوری نیول شوی دی.
په یوه تازه پیښه کې د افغانستان د مطبوعاتو درویشت کارکوونکی دوه ورځې دمخه د اروپا پر لور په ناقانونه توګه وخوځیدل.
د بشری حقونو د څار اداره د افغانستان حالت بوږنوونکی بولی اوله اروپایی ملکونو غواړی چې له کډوالو سره مناسب چلند وکړی.

Comments are closed.