وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

کریسټینا وارموټ: د افغان هوایی ځواک ملاتړ ته به دوام ورکړو

n00067715-b
د امریکا د دفاع وزارت مرستیالې له افغان ملی اردو په ځانګړی ډول په هوایی برخه کې د ملاتړ د دوام اعلان کړی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه اعلان د پنټاګون د پالیسۍ د برخې مرستیالې کریسټینا وارموټ له افغان اجرایه رییس ډاکټر عبدالله سره په کتنه کې کړی دی.
نوموړې ویلی چې ترهګری د دواړو هېوادونو له پاره ګډ ګواښ دی او له دې سره د مبارزې په برخه کې به امریکا د افغانانو ملاتړ وکړی. دغه راز کریسټینا وارموټ ویلی چې امریکا هیلمنه ده د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې ښې شی. د امریکا د دفاع وزارت مرستیال پر داسې مهال دا خبره کوی، چې له یوې خوا افغان امنیتی چارواکو پر نړیوالو غږ کړی، چې له ترهګرۍ سره د مبارې په برخه کې افغانستان یوازې پرېنږی او له افغان ځواکونو سره مرسته وکړی. د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند دولت وزیر تېره ورځ په خبری غونډه کې وویل چې افغانستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړی لیکه کې قرار لری او نړیواله ټولنه باید له افغان حکومت او په ځانګړی ډول له افغان ځواکونو سره مرسته وکړی.
نوموړی زیاته کړه، که چېرې نړیواله ټولنه افغانستان ته شا کړی او له افغان ځواکونو سره مرسته ونه کړی، نو د دغه اور لمبې به د دوی تر لمنې هم ورسی. په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی نیکولای هیسم هم پر نړیواله ټولنه غږ کړی، چې افغانستان له یاده ونه باسی کنه ډېرې لویې ستونزې به رامنځ ته شی.

 

Comments are closed.