وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال: هېڅ هېواد د افغانستان جغرافیې د بدلولو توان نه لری

n00067425-b

د افغان حکومت د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال انجینر محمد خان وایی، هېڅ هېواد نه شی کولای د افغانستان جغرافیې ته بدلون ورکړی او په وینا یې دغه ارمان به ګور ته یوسی.
د افغان حکومت د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال انجینر محمد خان وایی، هېڅ هېواد نه شی کولای د افغانستان جغرافیې ته بدلون ورکړی او په وینا یې دغه ارمان به ګور ته یوسی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې ښاغلی
ښاغلی محمد خان زیاته کړې« په اوسنیو شرایطو کې موجودې جغرافیا ته بدلون ورکول د وینو په بیه تمامېږی، که استعمار ګر او دهشت ګر قوتونه غواړی چې جغرافیې ته تغیر ورکړی، دا د انسانانو د سر په بیه تمامېږی، ټولو ته دعوت ورکوو چې راځۍ ټول په انسانیت سوله، صفا، ثبات او ورورګلوۍ کې ژوند وکړو.»
محمد خان وویل هر هغه هېواد چې دا خوب وینی هغه به ګور ته یوسی او افغان په هره بیه چې وی د دا ډول هڅو کنټرولولو ته تیار دی او په دې لاس کې قربانی ورکوی.
ښاغلی محمد خان زیاته کړې« په اوسنیو شرایطو کې موجودې جغرافیا ته بدلون ورکول د وینو په بیه تمامېږی، که استعمار ګر او دهشت ګر قوتونه غواړی چې جغرافیې ته تغیر ورکړی، دا د انسانانو د سر په بیه تمامېږی، ټولو ته دعوت ورکوو چې راځۍ ټول په انسانیت سوله، صفا، ثبات او ورورګلوۍ کې ژوند وکړو.»
نوموړی ویلی، د دولت له وسله والو مخالفانو وغوښتل چې له وینې توېیدنې څخه لاس واخلی او د سولې له پروسې سره یو ځای شی، ځکه چې په وینا یې افغانان سوله او امنیت غواړی.
ښاغلی محمد خان که څه هم وسله وال مخالفین سولې ته راوبلل، خو وایی هغه هېوادونه چې غواړی افغانستان ناکام کړی د هغوی د سر په بیه به تمامه شی.

Comments are closed.