وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

الکسانډر مانټیتسکی: د افغانستان د شمال له ناامنیو اندېښمن یو

په کابل کې د روسیې سفیر الکسانډر مانټیتسکی ویلی چې مسکو د افغانستان د شمال له اوسنی امنیتی وضعیت څخه سخت په اندېښنه کې دى.
مانټیتسکی ویلی چې د افغانستان مخالفین غواړی چې د افغانستان شمالی سیمې ناامنه کړی او همدارنګه منځنۍ آسیا ته خپل نفوذ لاره اواره کړی.
نوموړی همدارنګه ویلی چې د ګډ حکومت مشرانو ترې د پوځی تجهیزات په ځانګړې توګه د جنګی چورلکو د مرستې غوښتنه کړې او مسکو به ډېر ژر افغان حکومت روسیې جنګی چورلکې ورکړی…
بلخوا بیا د کړکیچ د نړیوال سازمان مشران وایی چې د افغانستان شمالی برخه اربکیانو ناامنه کړې ده.
دوى وایی چې اربکیان د افغانستان په شمال کې د ملکی وګړو په وژلو، درغلیو، غلاو، جنسی تیریو، سړی تښتونو، نشه یی توکو قاچاق، بډو او همدارنګه د بشری حقونو په سرغړونو او قانون ماتولو کې لاس لری.
د دغه بنسټ په یوه راپور کې راغلی دی چې اربکیان د افغانستان لپاره یو ستر ګواښ دى او د ګډ حکومت مشران دې ژر تر ژره د افغانستان له لرو پرتو سیمو څخه اربکیان او پاڅونکوونکی لرې کړی.
د کړکیچ نړیوال سازمان وایی چې په افغانستان کې د اربکیان کلنى لکښت 120 میلیونه ډالر دى.

Comments are closed.